د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: مهاجر د هېوادونو د پرمختیا مهم عاملین دي


ملګري ملتونه وايي چې مهاجر د ټولنو په پرمختیا کې مهم رول لوبوي - پخوانی انځور.
ملګري ملتونه وايي چې مهاجر د ټولنو په پرمختیا کې مهم رول لوبوي - پخوانی انځور.

د ډېسېمبر پر ۱۸مه د مهاجرو (تاریکین وطن) نړیواله ورځ لمانځل کېږي چې موخه یې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د هغوی د لاسته راوړنو او ټولنو ته یې د ګټو وررسولو ستاینه کول دي.

ملګري ملتونه وايي چې مهاجر نه یوازې خپلو پلرنیو ټاټوبو بلکې په کوربه هېوادونو کې "د پرمختیا مهم عاملین" دي.

د ملګرو ملتونو پر ووبپاڼه راغلي دي چې مهاجر اکثر نورو هېوادونو ته تر تګ وروسته هلته "خپلې تجربې، مهارتونه او پوهه" وروړي او د هغو ټولنو "په وده کې مهم رول" ترسره کوي.

خو هغه سازمان ټینګار کوي چې "نړیواله ټولنه باید په بیړني ډول" داسې اقدامات وکړي چې خلک له خپلو وطنونو څخه مهاجرت ته اړ نه شي او که څوک غواړي چې بل هېواد ته ولاړ شي، نو لازمې اسانتیاوې ولري.

همدا لامل دی چې ملګرو ملتونو په ۲۰۲۳ز کال کې د مهاجرو نړیوالې ورځې ته د "نن عمل وکړئ" موضوع ټاکلې ده.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان وايي چې په "خوندي ډول" د مهاجرت اسانتیاوو پیدا کولو ته ژمن دی.

دا ورځ سږ کال پر داسې مهال لمانځل کېږي چې د پاکستان او افغانستان لکونه وګړي د منځني ختیځ او اروپا په هېوادونو او امریکا کې اوسي، هلته کار کوي او ګڼ یې په هغو ټولنو کې مدغم شوي دي.

په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې لسګونه زره افغانان وطن پرېښودو ته اړ شول چې پکې یې ځینې لا هم په پاکستان کې مېشت دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG