د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان حکومت د بې وزلو لپاره استوګنځای خلاسوي



نیازموساخېل،کوټه

د بلوچستان حکومت وایي،د سوالګرو لپاره اعلان شوۍ استوګنځای جوړدی او ډېر ژر به یې فعاله کړي.د صوبې د خېرښېګړې محکمې سیکرېټري ،شېرخان بازیي له مشال ریډیو سره په خبرو کې ووېل،.٫٫موږ یو څه موده مخکې مرکزي حکومت ته لیک لېږلی چې په صوبې او په خاصه توګه،کوټه کې د سوالګرو بېخې زیاته شمېره ده چې له وجې یې یو شمېر ستونزې را مخته شوې.مرکزي حکومت زموږ خبره ومنله او اوس یو څو ورځې مخکې مو د سوالګرو لپاره باقاعده یو استوګنځای جوړ کړ.خو له موږ سره د استوګنځي د چلولو لپاره فنډ نه وو.مرکزي حکومت مو دغه ستونزه هواره کړې.او ډېر ژر به د دغه کار لپاره کارکونکي واخلو.٬٬

شېرخان بازیي زیاته کړه،د سوالګرو کور به یوازي د دوي استوګن ځای نه وي،بلکه هلته به د دوی اخلاقي او مالي روزنه هم کېږي ٫٫موږ د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې ٫٫یونیسیف٬٬ سره خبره کړې،هغوي به موږ سره مرسته کوي چې سوالګرو ته روزنه ورکړي،چې کله دوی له دې ځایه ولاړ شي،نو بهر ځان ته باعزت روزګار پېدا کړي او ځان د ټولنې کارنده سړی ثابت کړي.٬٬

یو ماشوم سوالګر،چې نوم نه څرګندوی،د حکومت دې ګام ته خوشحاله دی.دی وایي،پلار یې څو کاله مخکې مړ شوي او کاکا یې دی او نور وروڼه له کوره پسې اخیستې.دی زیاتوي،هیله ده،چې له دې استوګنځي به د نورو بې وزلو په شان دی هم ګټه واخلي او یو ګوله ډوډۍ موندلو سره سره،خپل ټولنیز او اقتصادي ژوند به هم د راتلونکي لپاره برابر کړي

هلته یو عام کس،عبدالودو هم د حکومت دې ګام ته په ښه سترګه ګوري.خو دا هم وایي،چې حکومت دې خپله ژمنه حتمًا پوره کړي.دۍ زیاتوي:٫٫سوالګر بېخي زیات شوي.چې ګورې،یوازي دویمالومېږي.اوس سړی حیران شي،څوک حقداره دی او چا ته خېرات ورکړي.باور وکړه،په ورځ کې یو نه،دوه نه،درې نه....پوره پنځوس پنځوس سوالګر زما دوکان ته رازي.٬٬

یاده دي وي،د بلوچستان حکومت د تېرکال ۲۰۱۱م د ډسمبر په میاشت کې د نرښځیانو لپاره هم د یو استوګنځي جوړولو اعلان کړی وو او اوس د سوالګرو لپاره هم داسې ګام اخیستل،خلکو ستایلۍ،خو ورسره دا یې هم وېلي،چې حکومت اکثره تش اعلانونه کوي او بیا یې وروسته نه عملي کوي.
XS
SM
MD
LG