د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي: منځني ختیځ کې زیاتره ګرفتار سوالګر او جېب وهونکي پاکستانیان دي


د سعودي عرب په پلازمېنه ریاض کې ښځې د سړک پر غاړه خیر غواړي - پخوانی انځور.
د سعودي عرب په پلازمېنه ریاض کې ښځې د سړک پر غاړه خیر غواړي - پخوانی انځور.

پاکستاني چارواکي وايي، د منځني ختيځ په بېلابېلو هېوادونو کې زیاتره نيول شوي سوالګر (ګداګر) او جېب وهونکي پاکستانيان دي.

د بهرمېشته پاکستانيو وګړو د وزارت چارواکو د سېپټېمبر پر ۲۷مه، د سېنېټ قايمه کمېټۍ ته په وړاندې کړې راپور کې ويلي چې د سعودي عرب او عراق سفیرانو ورته شکایت کړی چې د هغو هېوادونو "زندانونه له پاکستانیانو ډک" دي.

د راپور له مخې، په سعودي عرب کې پر نيول شويو پاکستانيانو تور پورې شوی چې دوی په "حرم شريف کې له خلکو جېبونه وهل او د حج پر وخت به یې سوال" غوښته.

په سېنيټ کې د بهر مېشتو پاکستانيانو د چارو کمېټۍ ویلي چې د حکومت ورکړي معلومات ښيي چې اکثريت وګړي د عمرو له ویزې غلطه ګټه پورته کوي.

د بهر مېشتو پاکستانیانو د چارو وزارت سېکرټر ذوالفقار حیدر سېنېټ ته ویلي دي چې د دې له کبله پر پاکستانیانو باور کم شوی دی او دا ډول کارونه د هېواد د بدنامۍ لامل کېږي.

د انګرېزۍ ژبې اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې لیکلي چې حیدر ویلي دي چې سعودي عرب، عراق او ځینو نورو هېوادونو ورته ویلي دي چې د پاکستان حکومت باید هلته د "جرایم پېشه خلکو" د ورتګ مخه ونیسي.

هغه زیاته کړې چې له دې کبله نه یوازې په بهرنیو هېوادونو کې خلک پاکستانیانو ته د شک په سترګه ګوري بلکې ډېری یې بیا په زور ایستل کېږي هم.

سعودي پولیس د حج پر مهال د جېب وهلو په تور یو کس نیولی دی - پخوانی انځور.
سعودي پولیس د حج پر مهال د جېب وهلو په تور یو کس نیولی دی - پخوانی انځور.

جیو نیوز ټېلېوېژن او د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې د سېنېټ د کمېټۍ غونډې په اړه ویلي دي چې په حکومتي راپور کې راغلي چې سعودي عرب، متحده عربي اماراتو او د منځني ختیځ نورو هېوادونو ته ورغلي پاکستاني سوالګر "مسلکي" دي.

د رسنیو په وینا، هغوی د سفري اېجنټانو په مرسته د ویزو له نظامه ناوړه ګټه اخلي د زرګونو په شمېر کې هلته ورځي.

په راپور کې داراز راغلي چې ډېری پاکستاني وګړي د حج او عمرې په ورځو کې سعودي عرب ته ورځي، د زایرینو جېبونه وهي او یا ورڅخه په مختلفو چلونو پیسې ترلاسه کوي.

د سېنېټ پر ووبپاڼه راغلي چې د بهر مېشتو پاکستانیانو د کمېټۍ مشر منظور احمد کاکړ پر اړوندو چارواکو غږ کړی دی چې دا مسلې هوارې کړي او بهرنیو هېوادونو ته دې د مسلکي کسانو استولو لپاره مېکانېزم جوړ کړي.

د وزارت راپور زیاتوي چې د منځني ختیځ په هېوادونو کې لکونه پاکستانیان کار کوي.

حکومتي چارواکو ژمنه کړې ده چې هڅه کوي د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته په ورتلونکو پاکستانیانو کې د مسلکي کسانو شمېر زیات کړي چې هلته روزګار وکړي.

XS
SM
MD
LG