د لاسرسي ځای

تازه خبر

جو بایډن وايي پر غزې د اسراییلو بریدونو پر مهال د خلکو د خوندیتوب د هڅو ملاتړ کوي


د اکتوبر پر ۱۵مه د اسراییلو تر بمبارۍ وروسته د غزې له یوې ودانۍ لوګي خېژي.
د اکتوبر پر ۱۵مه د اسراییلو تر بمبارۍ وروسته د غزې له یوې ودانۍ لوګي خېژي.

امریکايي ولسمشر جو بایډن ویلي دي چې د غزې تړانګې د محاصرې او ورباندې د اسراییلو د بمباریو پر وخت د ولسي وګړو د خوندیتوب د هڅو ملاتړ کوي.

نوموړي د اکتوبر پر ۱۴مه له اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو او د فلسطینۍ ادارې له مشر محمود عباس سره په ټېلېفوني خبرو کې یو ځل بیا حماس ډله وغندله او و یې ویل چې هغه د فلسطینیانو د خپلواکۍ د هیلو استازیتوب نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې داسې ښکاري چې اسراییلو په غزه کې د حماس پر ضد د ځمکنیو عملیاتو تیاری کړی دی.

اسراییلو د غزې له شمالي برخې څخه څه باندې یو مېلیون وګړو ته، چې د غزې نیمايي ابادي جوړېږي، تر ممکنه حملې مخکې د وتلو امر کړی دی.

د اسراییلو دې امر هلته د بشري ناورین وېره پیدا کړې ده خو حکومت یې ویلي دي چې د دوو لویو سړکونو په اوږدو کې د خلکو د وتلو پر مهال د هغوی د خوندیتوب ضمانت ورکوي.

په همدې حال کې زرګونه خلک د اکتوبر پر ۱۴مه د غزې له شماله ووتل او د راپورونو له مخې، د غزې یو مېلیون اوسېدونکو خپل کورونه پریښي دي.

رویټرز اژانس وايي چې اسراییلیو ځواکونو د اکتوبر پر ۱۵مه پر سیمې تازه بمباري کړې ده.

اسراییلو د حماس وسلوالې ډلې د ختمولو هوډ کړی دی. دا تر هغې وروسته ده چې هغې ډلې د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو د ګڼو توغندیو ناڅاپي برید وکړ او بیا یې وسلوال اسراییلو ته واوښتل چې تر هغې وروسته د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو وویل چې هېواد یې د "جنګ په حالت" کې دی.

له هغه وخت راهیسې د اسراییلو ځواکونو پر غزې تړانګې بمبارۍ ته دوام ورکړی دی او وايي د حماس مرکزونه په نښه کوي.

اسراییلو ویلي دي چې د حماس په برید کې شاوخوا ۱،۳۰۰ تنه وژل شوي او ګڼ نور هغې ډلې یرغمل کړي دي.

خو حماس ډلې ویلي دي چې ۱۳۰ تنه یې يرغمل کړي چې امنيتي چارواکي هم پکې شامل دي. هغې ډلې خبرداری ورکړی چې که اسرايیل پر ملکیانو بریدونو ته دوام ورکړي، یرغمل شوي کسان به ووژني.

بلخوا د غزې چارواکو د اکتوبر پر ۱۴مه وویل چې د اسراییلو په بمباریو کې تر ۲،۲۰۰ زیات کسان وژل شوي چې درېيمه برخه يې ماشومان دي او شاوخوا ۱۰،۰۰۰ ټپیان دي. ژغورونکي د شپې له هوايي بریدونو څخه د ژوندي پاتې شویو کسانو لټون کوي.

ملګرو ملتونو او عرب هېوادونو د سفارتي حل لپاره پر هڅو ټينګار کړی دی. خو د اسراييلو وزيراعظم بنیامین نتنیاهو ويلي چې د حماس د "بېساري" برید "سخت ځواب" ورکولو ته دوام ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG