د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان پاکستان د حقونو په سرغړونو تورن کړی دی


په کراچۍ کې ګڼې ښځې د مذهب سپکاوي د مجازاتو قانون پر ضد د مظاهرې پر مهال - پخوانی انځور.
په کراچۍ کې ګڼې ښځې د مذهب سپکاوي د مجازاتو قانون پر ضد د مظاهرې پر مهال - پخوانی انځور.

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان (هیومن رایټس واچ) ویلي چې په پاکستان کې پر رسنیو د حکومتي محدودیتونو او پرضد یې د اقداماتو له امله یوه داسې فضا رامينځ ته شوې چې په نتيجه کې یې خبریالان او مدني فعالان خپل ځان سانسورولو ته اړ شوي دي.

هغه سازمان د جنورۍ پر ۱۱مه په تازه راپور کې ویلي چې چارواکو رسنۍ تر فشار لاندې راوستې دي او ګواښي يې چې پر حکومتي ادارو او عدلیې به نيوکې نه کوي.

په راپور کې وړاندې د مذهبي لږکیو د وضعیت یادونه هم شوې او وايي چې پاکستان د مذهب د سپکاوي په قانون کې بدلون نه دی کړی چې له وجې یې مذهبي لږکي زیانونه ویني او نیول کېږی.

راپور وايي، په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو په قانون کې د مرګ سزا هم شامله ده او تر ۲۰۲۳ز کال پورې لسګونه کسانو ته د مرګ سزا اورول شوې وه.

د راپور په وينا، پر دې برسېره له ۱۹۹۰ز کال راهیسې ۶۵ کسان د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوي دي.

په رپورټ کې راغلي دي چې په پاکستان کې په ځانګړي ډول احمدیان د مذهب د سپکاوي د مجازاتو د قانون له خطر سره مخامخ دي.

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په راپور کې راغلي چې په پاکستان کې د ښځو او نجونو پر ضد د تشدد پېښې هم شوې دي.

د راپور په وينا، په هغه تاوتریخوالي کې پر ښځو جنسي تېری کول، پر هغوی تېزاب پاشل، کورنی تاوتریخوالی، له تعلیمه د هغوی مخنیوی او د نجونو په زوره ودول شامل دي.

حکومتي دریځ

د پاکستان حکومت تر اوسه د بشري حقونو د څار سازمان د راپور اړه غبرګون نه دی ښوولی، خو تر دې وړاندې يې دا ډول راپورونه رد کړي دي او ويلي يې دي چې په هغه هېواد کې ولس اييني او قانوني حقونه لري او حکومت د بيان او د مذهب ازادیو خوندیتوب ته ژمن دی.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو په قانون کې د بدلون موضوع دومره حساسه ده چې په اړه يې زیاتره سیاستوالان، مدني فعالان، قانونپوهان او روڼ اندي ديني عالمان یا خو بیخي خبرې نه کوي او يا بیا په خپلو څرګندونو کې د ټکو په انتخاب کې له ډېر احتياطه کار اخلي ځکه چې د بلوه ګرو له خوا د وژنو پېښو دا وېره لا زیاته کړې ده.

خو د پاکستان حکومت ټینګار کوي چې د مذهب سپکاوي د سزاګانو د قانون ناسمې کارونې اجازه نه ورکوي.

حکومت داراز، د ښځو او نجونو د ژوند د ښه کولو لپاره یې اقدامات کړي، قوانین یې جوړ کړي او ګڼو داسې کسانو ته یې سزاوې ورکړې دي چې پر مېرمنو یې تشدد کړی دی.

د امریکا کلنی رپورټ او د پاکستان غبرګون

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان خپل رپورټ پر داسې مهال خپور کړی دی چې د جنورۍ پر څلورمه د امریکا بهرنیو چارو وزارت په خپل راپور کې د پاکستان "د ځانګړې اندېښنې وړ" هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی وو او ویلي یې ول چې هلته د مذهبي ازادۍ "سخته سرغړونه" کېږي.

د دې په ځواب کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د جنورۍ پر اتمه په یو خپور کړي بیان کې ویلي ول چې د امریکا هغه راپور "له ځمکنیو حقایقو ليرې" او "د تعصب ښکارندوی" دی او دوی يې په اړه د "ژورې اندېښنې" احساس کوي.

په بیان کې راغلي ول چې پاکستان د ایین له مخې د مذهبي ازادۍ د ودې لپاره لاس په کار دی او د لږکیو د حقونو د ساتنې لپاره یې پراخ اقدامات کړي دي.

تر دې وړاندې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن هم ويلي ول چې د پاکستان ریاست دې د جبري لادرکيو، پر رسنيوو د محدوديتونو، د بیان د ازادۍ خلاف کړنواو په زور د مذهب بدلولو مخنيوي لپاره ګامونه واخلي.

د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر پر ۱۰مه، د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت په کراچۍ کې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن له خوا جوړې شوې غونډې ته د وينا پر مهال د هغې خپلواکه ادارې مشر اسد بټ ويلي ول چې په هغه هېواد کې د بشري حقونو سرغړونې زياتې شوې دي. "په جبري توګه د خلکو لادرکه کول، د بيان پر ازادۍ بنديز لګول، پر ځايي رسنيو فشار اچول، خبريالان لادرکه کول، پر سياستوالو محدودیتونه او په زور مذهب بدلول اوس هم دوام لري."

د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ په يو خپور کړي بيان کې ژمنتيا ښوولې وه چې د پاکستان ریاست به پر کور دننه او په نړیواله کچ د بشري حقونو لپاره خپلې هلې ځلې جاري ساتي.

نوموړي تر دې وړاندې هم ویلي ول چې د سختدريځۍ او ترهګرۍ پر ضد نه ستړي کېدونکې مبارزه کوي او هېڅکله به په دې لار کې ماته و نه مني.

له دې پرته، د پاکستان د اطلاعاتو نګران وزير مرتضا سولنګي، چې خپله هم پخوانی خبریال دی، په وروستيو کې د خبریالانو له يوې ډلې سره د ليدو پر مهال د هغوی د ستونزو په اړه ويلي ول چې له خپلې وس سره سم به د خبريالانو د ستونزو د حل هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG