د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت د برېښنا د ترسیل نظام جوړولو هڅې چټکوي


د سوات په یو بازار کې د بجلۍ ټرانسفرمر او تارونه ـ پخوانی انځور.
د سوات په یو بازار کې د بجلۍ ټرانسفرمر او تارونه ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا لنډمهالي حکومت ویلي دي چې د صوبې د برېښنا د ترسیل خپل نظام جوړولو هڅې چټکوي.

د انرژۍ چارو لپاره د وزیراعلا سلاکار ډاکتر سرفراز خان د سېپټېمبر پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې که د برېښنا د لېږد خپل نظام فعاله کړي نو نه یوازې به په صوبه کې د بجلۍ له بشپړو شویو پروژو سمه ګټه واخیستای شي بلکې خلکو ته به پکې د روزګار موقع هم برابره شي.

اوسمهال د پاکستان د اوبو او بجلۍ چارو اداره واپډا په خیبر پښتونخوا کې د برېښنا د ترسیل چارې پر مخ وړي.

سرفراز خان دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د سېپټېمبر پر ۲۰مه د لنډمهالي اعلاوزیر اعظم خان په مشرۍ د اړوندو چارواکو په یوه غونډه کې په خیبر پښتونخوا کې د برېښنا د کمښت پوره کولو او د ترسیل نظام جوړولو په اړه بحث وشو.

د پاکستان تحریک انصاف پخواني حکومت د صوبې د برېښنا د نظام په اړه یو قانون جوړ کړی وو چې له مخې به یې د دې چارو لپاره ځانګړې اداره جوړېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG