د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ورښتونو او سېلابونو کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۵۰ اوښتی دی


د بلوچستان په چمن ښر کې د اپرېل پر ۱۹مه بارانونو يوشمېر کورونه نړولي دي.
د بلوچستان په چمن ښر کې د اپرېل پر ۱۹مه بارانونو يوشمېر کورونه نړولي دي.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وروستیو ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو او سېلابونو کې د وژل شویو شمېر تر ۵۰ اوښتی او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) د اپرېل پر ۱۹مه په بیان کې ویلي دي چې په هغه صوبه کې ۳۶ کسان وژل شوي چې پکې ۲۰ ماشومان، اته ښځې او اته نارینه دي.

ادارې ویلي دي چې د صوبې له بېلابېلو برخو څخه یې د کورونو د دېوالونو او چتونو پرېوتو ۲،۳۹۱ رپورټونه ترلاسه کړي دي.

پي ډي اېم اې وايي چې په وروستیو ورښتونو او سېلابونو کې ۳۸۸ کورونه او ودانۍ بشپړې ړنګې شوې دي.

پي ډي اېم اې تر دې یوه ورځ مخکې ویلي ول چې د اپرېل له ۱۲مې راهیسې په سختو ورښتونو او سېلابونو کې ځاني او مالي زیانونه په خیبر، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، سوات، باجوړ، شانګله، ملاکنډ، مانسهره، مومندو، کرک، ټانک، مردان، پېښور، چارسده، نوښار، بونېر، هنګو، بټګرام، بنو، شمالي او جنوبي وزیرستان، اورکزیو، کواټ او ډېره اسماعیل خان کې اوښتي دي.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر له اغېزمنو سره د مرستو لپاره ۱۱۰ مېلیونه روپۍ ورکړې دي.

پي ډي اېم اې زیاتوي چې اغېزمنو سیمو ته یې خیمې، دواګانې، خواړه او نور مرستندویه توکي لېږدولي دي.

په چارسده کې د سېلاب له وجې بې کوره شوې کورنۍ په یو کیمپ کې ناسته ده - د اپرېل ۱۷مې انځور.
په چارسده کې د سېلاب له وجې بې کوره شوې کورنۍ په یو کیمپ کې ناسته ده - د اپرېل ۱۷مې انځور.

بلوچستان کې مرګژوبله

په همدې حال کې د بلوچستان حکومتي چارواکو ویلي دي چې په هغه صوبه کې ورښتونو او سېلابونو نور زیانونه اړولي دي.

د چمن انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) راجا اطهر عباس د اپرېل ۱۸مې په ماښام له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په هغه ښار کې د ورښتونو پر مهال د کورونو نړېدو او په سېلابونو کې اته تنه وژل شوي دي.

دی وايي چې په سېلاب کې د لاهو شوي یو ماشوم مړی د افغانستان د کندهار ولایت په سپین بولدک سیمه کې موندل شوی دی.

په بلوچستان کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) ويلي چې په هغه صوبه کې د بارانونو او سېلابونو له امله د وژل شويو کسانو شمېر ۱۶ ته رسېدلی دی.

د بلوچستان چارواکي وايي چې سېلابونو په پښین، نوشکي، بولان، مستونګ، قلات، ګوادر او کلا عبدالله کې سړکونه زیانمن کړي او په یوشمېر برخو کې لارې تړل شوې دي.

چارواکي وایي حکومتي کارکوونکو د هغو لارو پرانیستو ته دوام ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په پنجاب او سیند صوبو کې هم ورښتونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

اخوا د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) ویلي دي چې د پاکستان په مختلفو برخو کې د اپرېل له ۱۷مې څخه د بارانونو بله لړۍ پیل شوې چې د میاشتې تر ۲۲مې پورې به روانه وي.

هغې ادارې د اپرېل پر ۱۷مه پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې تر دې وروسته به د اپرېل له ۲۵مې څخه تر ۲۹مې پورې د ورښتونو یوه بله لړۍ پیلېږي.

اې ډي اېم اې ویلي دي چې د اپرېل په وروستۍ اوونۍ کې د تېزې سیلۍ یا طوفان پر مهال د ږلۍ ورېدو امکان هم دی.

هغې ادارې له خلکو غوښتي دي چې د شړکنده بارانونو پر مهال دې هغو غرییزو سیمو ته له سفره ډډه وکړي چې له خطر سره مخامخې دي.

اېن دي اېم اې داراز خلکو ته د احتیاط کولو سپارښتنه هم کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د فبرورۍ له پایه د مارچ تر پیله او بیا د مارچ په پای کې د ورښتونو پر مهال په پېښو او سېلابونو کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف هغه مهال ویلي ول چې وفاقي حکومت په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په ورښتونو او سېلابونو کې له ځپل شویو خلکو سره پوره مرسته کوي.

وزیراعظم په ورښتونو کې د پېښو او سېلابونو پر مهال د وژل شویو کورنیو ته ۲۰، ۲۰ لکه او ژوبلو کسانو ته د پینځه لکه روپیو ورکولو اعلان کړی وو.

شریف داراز ویلي ول چې د بارانونو او واورو له وجې د بشپړو ړنګو شویو کورونو مالکانو ته اووه، اووه لکه روپۍ ورکوي.

شریف د مارچ پر پینځمه د بلوچستان سختې ځپل شوې سیمې ګوادر ته د سفر پر مهال د بشپړو ورانو شویو کورونو مالکانو ته د اووه نیمو لکو او د جزوي ړنګو کورونو مالکانو ته د درې نیمو لکو روپیو ورکولو اعلان کړی وو.

XS
SM
MD
LG