د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت او د پوهنتون استادانو ترمنځ د تنخاګانو په مسله خبرې ناکامه شوې


بلوچستان پوهنتون د صوبې تر ټولو لوی پوهنتون دی ــ انځور له ارشيفه
بلوچستان پوهنتون د صوبې تر ټولو لوی پوهنتون دی ــ انځور له ارشيفه

د بلوچستان پوهنتون استادانو او ملازمینو د لومړۍ روژې څخه احتجاج پیل کړی او غوښتنه لري چې دوی ته دې تنخاګانې ورکړای شي.

دغه استادان وایي، د تېرو څلورو میاشتو تنخاګانې یې بندې دي او د سختو مالي ستونزو سره مخامخ دي. د اپریل پر لومړۍ نېټه د صوبايي اسمبلۍ مخې ته د ناستو پرلتوالو استادانو مشر ډاکټر کليم الله بړيڅي مشال راډيو ته وويل چې حکومت ورته له تېرو څلورو مياشتو راهیسې تنخا نه ده ورکړې.

نوموړی وایي: "په دې حقه فرض روژه کې موږ دلته ناست یو. زموږ غوښتنه اييني او قانوني ده. د بل هر سرکاري ملازم په شان موږ هم خپلې تنخاوې غواړو. له نومبر وروسته راته تنخا نه ده راکړل شوې."

د بلوچستان حکومت په استازيتوب د اسمبلۍ د غړي اغا عمر احمدزي په مشرۍ یو پلاوی له پرلتوالو سره د مذاکراتو لپاره ورغلی وو. نوموړي هلته پرلتوالو ته په خپله وینا کې وویل، له دې وړاندې چې کوم وایس چانسلران راغلي ول، باید له هغوی پوښتنه وشي چې دغه مسله یې ولې نده هواره کړې؟

اغا عمر احمدزي که څه هم د دغه مسلې د حل ژمنه وکړه خو د استادانو سره تر ناندريو وروسته کومې نتیجې ته له رسېدو بغیر، ستون شو.


په بلوچستان کې څېړونکي وایي دغه مسله یوازې د بلوچستان پوهنتون نه ده، بلکې د صوبې نور پوهنتونونه هم د ورته مالي مسلو ښکار دي. په کوټه کې خبریال او شنونکی شهزاده ذوالفقار مشال راډیو ته وایي، هلته د استادانو د زیاتې شمېرې له وجې هم دغه مسله په وروستیو کلونو کې مخې ته راغلې ده.

د نوموړي په وینا باید حکومت د نورو استادانو پر ګمارلو تر هغې وخته پورې بندیز ولګوي تر څو چې د موجوده استادانو د تنخاګانو مسله یې نه وي هواره کړې.

شهزاده ذوالفقار دا هم وایي چې باید حکومت دا خبره یقیني کړي چې یو استاد د خپل قانوني حق لپاره سړکونو ته را ونه ووځي.

بلخوا د بلوچستان حکومت په سمدستي توګه د بلوچستان پوهنتون د استادانو د یوې میاشتې د تنخا لپاره د ۲۵ کروړو روپیو منظوري ورکړې ده. خو پر احتجاج ناستو استادانو ویلي تر څو چې یې د دغه مسلې دایمي حل نه وي راوتلی، ترهغې پورې به خپل احتجاج جاري ساتي.

XS
SM
MD
LG