د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان اعلا وزیر په قامي اقتصادي کونسل کې ګډون نه کوي


میر عبدالقدوس بزنجو تور پورې کړی دی چې وفاق ورته د اېن اېف سي له پیسو خپله برخه نه ورکوي - پخوانی انځور.
میر عبدالقدوس بزنجو تور پورې کړی دی چې وفاق ورته د اېن اېف سي له پیسو خپله برخه نه ورکوي - پخوانی انځور.

د بلوچستان حکومت د قامي اقتصادي کونسل په غونډه کې چې د جون پر شپږمه په سرښار اسلام اباد کې کېږي، له ګډون کولو نه انکار کړی دی.

دا غونډه د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ کې ترسره کېږي چې پکې په مهمو اقتصادي معاملو خبرې کېږي. خو د بلوچستان حکومتي چارواکي اعتراض لري چې مرکز نه یادې صوبې ته په اېن اېف سي ایوارډ کې خپله ونډه ورکوي او نه هم د سېلاب ځپلو د بحالۍ لپاره اعلان شوې پیسې ورته سپارلې دي. وزیراعظم شهباز شریف د تېر کال په اګست کې د بلوچستان د دورې پر مهال دغه مرستې اعلان کړې وې.

په اسلام اباد کې د قامي اقتصادي کونسل په غونډه کې د څلورو واړو صوبو لومړیو وزیرانو باید ګډون کړی وای خو د بلوچستان لومړي وزیر میر عبدالقدوس بزنجو ویلي، د احتجاج په توګه په دې غونډه کې ګډون نه کوي.

د بلوچستان حکومت د جون په پنځمه په یو بیان کې ویلی، مرکز له پکار دي چې د بلوچستان صوبې مالي ستونزې هوارې کړي او مرکز دې په دې لړ کې عاجل اقدامات وکړي.

د بلوچستان د لومړي وزیر ویاند بابر یوسفزي د جون پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، مرکز په پرله پسې ډول، له هغو پروژو څخه سر غړوونه کوي چې د بلوچستان صوبې ترقي او سوکالي پکې نغښتې ده نو هغوی ځکه پرېکړه کړېده چې په یاده غونډه کې به برخه نه اخلي.

په بلوچستان کې یو شمېر کارپوهان وايي، د مرکز له لوري پر بلوچستان صوبې بې باورۍ یادې صوبې ته ستونزې جوړې کړې دي. خبریال او شنونکي شهزاده ذوالفقار د جون پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، په قامي اقتصادي کونسل کې نه ګډون د بلوچستان صوبې اقتصادي مسلې نه شي هوارولی. هغه وايي پکار دي چې په دې اړه له مرکز سره کوټلې خبرې وشي.

د بلوچستان حکومتي چارواکي وايي، د منصوبه بندۍ یا پلانونو وفاقي وزیر احسن اقبال د بلوچستان د لومړي وزیر میر عبدالقدوس بزنجو سره تماس نیولی خو د هغې باوجود هم نوموړي پرېکړه کړېده چې د قامي اقتصادي کونسل په غونډه کې به ګډون نه کوي.

دقامي اقتصادي کونسل په غونډو کې د څلورو واړو صوبو د مالي ضرورتونو په اړه پرېکړې کېږي. د بلوچستان صوبې ترڅنګ د خیبر پښتونخوا صوبه هم تل شکایت کوي چې مرکز ورته په اېن اېف سي ایوارډ کې پوره ونډه نه ورکوي.

بلوچستان په تېرو کلونو کې تر خیبر پښتونخوا وروسته دویمه صوبه ده چې د مالي ستونزو ښکار شوې ده. دا صوبه د رقبې له پلوه د پاکستان تر ټولو لویه صوبه ده چې خورا زیاتې طبیعي زېرمې لري، خو د هغه هېواد له تر ټولو بې وزله سیمو یوه بلل کېږي.

د پاکستان په ايين کې تر ۱۸م بدلون وروسته د قامي مالياتي کمېشن له اېوارډ سره سم، صوبو ته د ټولې امدنۍ یا ګټې ۵۷.۵ فيصده او وفاق یا مرکز ته ۴۲.۵ فیصده پیسې ورکول کېږي. همداراز، له ایین سره سم، قامي مالیاتي کمېشن باید هر پېنځه کاله وروسته جوړ شي خو دا موضوع خورا لانجمنه ده نو ځکه اکثر ځنډېږي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG