د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا حکومت وايي د پوليسو لپاره د ۷ اربه روپيو وسايل اخلي


بیرسټر محمد علي سیف مشال راډیو ته وویل، حکومت پولیسو ته نوي وسلې او وسایل اخلي: انځور له ارشیفه
بیرسټر محمد علي سیف مشال راډیو ته وویل، حکومت پولیسو ته نوي وسلې او وسایل اخلي: انځور له ارشیفه

د خيبر پښتونخوا حکومت وايي په جنوبي ضلعو کې د بدامنۍ باوجود حالات په قابو کې دي او امنیتي ادارې د ګردې صوبې د استحکام لپاره لاس په کار دي.

د صوبايي حکومت وياند بيرسټر محمد علي سيف د مې پر درېیمه مشال راډيو ته وويل چې د وسلوالو خلاف د موثره عملياتو لپاره پوليسو ته عصري وسلې ورکړل شوې دي او نورې مرستي هم کوي: "یقینا پولیس نورو وسلو او وسایلو ته ضرورت لري، په دې کې هېڅ شک نشته، خو زموږ حکومت د دې لپاره اقدامات کوي او اوه اربه روپۍ یې ورته مختص کړي دي."

نوموړي دا خبرې په داسي حال کې کړي چې په اسلام اباد کې د امنيت او د شخړو څيړنيزې ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي دي چې په تېر اپريل مياشت کې د وسلوالو په بريدونو کې زياتوالي راغلي دي چې زياتره پېښي په خيبر پښتونخوا کې شوي دي. د یادې ادارې مشر سعد خټک مشال ريډيو ته ویلي چې په پاکستان کې په اپرېل مياشت کې شاوخوا ۷۷ وسلوال بریدونه شوي دي. راپور زياتوي په هغو بريدونو کې ۷۰ کسان وژل شوي چې ۳۵ ملکي وګړي او ۳۱ د امنیتي ځواکونو غړي دي.

ایا د خيبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې حکومتي عملداري ختمه شوې ده؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:30:39 0:00

نوموړی وايي: "د وسله والو بریدونه په جنوبي ضلعو کې ځکه زیات شوي دي چې د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې امنیتي ځواکونو د وسله والو خلاف کامیاب عملیات کړي دي. وسله والو ټانک، بنو، لکي مروت او ډي اې خان خپل د توجه مرکز ګرځولي دي نو ځکه هلته زیاتې کارروایانې شوې دي. په ځواب کې امنیتي ځواکونو هم برابرې کاررایانې کړې دي او ۵۵ ترهګر یې وژلي دي."

نوموړي زیاته کړه امنیتي ځواکونه په پرله پسې ډول د پرتشدده خلکو د له منځه وړلو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

دا په داسي حال کې ده چې د صوبې په جنوبي ضلعو کې په امنيتي حالاتو ځايي خلکو اندېښنه ښودلې ده او له حکومته يې د امنيت ټيڼګښت غوښتنه کړې ده.

د ټانک ګڼو اوسېدونکو مشال راډیو ته ویلي دي چې په وروستیو میاشتو کې هلته امنیتي حالات خورا خراب شوي دي او هلته وسلوالې او جرم کوونکې ډلې فعالې دي.

د ټانک اوسېدونکي وايي چې په ځانګړي ډول له ډېره اسماعیل سره په نېږدې برخو کې د امنیت وضعیت ډېر خراب دی او پولیس تر ماښام وروسته ګزمې یا ګشتونه نه کوي.

د هغې ضلعې یو ځايي پولیس چارواکي اصغر وزیر د اپرېل پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې د امنیت لپاره یې اقدامات کړي دي.

خو دا یوازې ټانک نه ده، بلکې د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو، په ځانګړي ډول په جنوبي ضلعو کې، ناامني زیاته شوې ده.

د صوبې د پولیسو د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) هم د اپرېل په پیل کې په خپل تازه رپورټ کې وویل چې د ۲۰۲۴ز کال په لومړیو درو میاشتو کې پر پولیسو او خلکو د وسلوالو بریدونه زیات شوي دي.

رپورټ وايي، د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې په ډېره اسماعیل خان کې ۲۵، شمالي وزیرستان کې ۲۱، په ټانک کې ۱۷، په لکي مروتو کې ۱۱، په خیبر کې ۱۰، په بنو کې نهه او په باجوړ، جنوبي وزیرستان او صوبايي مرکز پېښور کې شپږ، شپږ بریدونه یا بمي چاودنې شوې دي.

خو بیرسټر محمد علي سیف مشال راډیو ته وویل، حکومت پولیسو ته نوي وسلې او وسایل اخلي چې پکې له بمي چاودنو او مردکیو خوندي ګاډي هم شامل دي. هغه زیاته کړه چې په جنوبي ضلعو کې د حکومت او امنیتي ادارو مکمل کنټرول دی او خلکو ته باور ورکوي چې د ترهګرۍ نوغی به وباسي.

XS
SM
MD
LG