د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په ګوادر کې له باران ځپلو سره د مرستو اعلان کړی دی


له وروستيو ورښتونو وروسته ګوادر افت ځپلې سيمه ګرځول شوې وه ـ پخوانی انځور
له وروستيو ورښتونو وروسته ګوادر افت ځپلې سيمه ګرځول شوې وه ـ پخوانی انځور

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د مارچ پر پينځمه د بلوچستان ګوادر سیمې ته تللی او هلته یې له باران او سېلاب ځپلو سیمو د دورې پر مهال د مرستو اعلانونه کړي دي.

په بلوچستان کې د فبرورۍ له ۲۸مې څخه په پيل شويو بارانونو کې پینځه کسان وژل شوي او ګڼ ژوبل شوي دي.

دا د وزیراعظم په حیث د شهباز شریف لومړی سفر دی چې يوې سيمې ته يې کوي. له وروستيو ورښتونو وروسته ګوادر افت ځپلې سيمه ګرځول شوې وه.

وزيراعظم شريف ته د معلوماتو ورکولو پر وخت د ګوادر ډېپټي کمېشنر اورنګزېب باديني وويل چې د ورښتونو او سېلابونو له امله په ګوادر کې ۳،۱۰۰ کورونه، په جيونۍ کې ۱۲۵ کورونه او په پسني کې ۲۵ کورونه اغېزمن شوی دي.

د نوموړي په خبره، د زياتو بارانونو له کبله سلګونو کورونو ته اوبه ننوتلي او زرګونه خلک نورو سيمو ته په کډه کولو مجبور شوي دي.

باديني زياته کړه چې پر دې سربېره ۸۳ کښتۍ ورانې شوي او په جيوني کې د اوبو ۹۵ سلنه بندونه مات شوي دي.

وزيراعظم پر دې مهال اعلان وکړ چې د هر وژل شوي کس کورنۍ ته به ۲۰ لاکه روپۍ ورکول کېږي. نوموړي زياته کړه چې مرکزي حکومت به د بشپړ وران شوي کور لپاره ۷۵۰،۰۰۰ روپۍ او د جزوي وران شوي کور لپاره به ۳۵۰،۰۰۰ روپۍ ورکوي.

شبهاز شريف ګوادر ته د خپلې دورې پر مهال په اغېزمنو کسانو کې د پيسو چېکونه او د مرستې سامانونه ووېشل. نوموړي اعلان وکړ چې مرکزي حکومت به هره ورځ د خوراکي مرستو ۷،۰۰۰ بوجۍ اغېزمنو کسانو ته ورکوي.

خيبر پښتونخوا کې له ورښتونو اوښتي زيانونه

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې اوونۍ راهيسې په خيبر پښتوخوا کې هم د زياتو بارانونو او واورو له کبله لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د خيبر پښتونخوا د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) وياند بلال فیضي د مارچ پر پينځمه مشال راډيو ته وويل چې د هغې صوبې په بېلا بېلو سيمو کې د ورښتونو له امله رامينځ ته شويو پېښو کې ۴۰ کسان وژل شوي او ۶۲ نور ژوبل شوي دي.

د نوموړي په وينا، زياتره مرګژوبله د کورونو نړېدو له امله رامينځ ته شوې ده.

فيضي زياته کړه چې د صوبې په بېلا بېلو برخو کې ۸۰ کورونه په بشپړه توګه او ۵۵۵ په جزوي توګه نړېدلي دي. بل خوا د خيبر پښتونخوا دوو سکولونو او ۲۳ سرکاري دفترونو او ودانيو ته هم جزوي زيان رسېدلی دی.

خيبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو د نظم ادارې (پي ډي اېم اې) ويلي دي چې ورښتونو زيات زيانونه په ملاکنډ، باجوړ، خيبر، سوات، کوز دير او بر دير، شانګله، بټګرام او ډېره اسماعيل خان کې اړولي دي.

د پي ډي اېم اې وياند تېمور خان د مارچ پر پينځمه مشال راډيو ته وويل چې اغېزمنو کسانو ته يې د خيمو تر څنګ خوراکي او غیر خوراکي توکي رسولي دي او د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير پر لارښوونه به له وژل شويو او ژوبلو سره نغدې مرستې هم ژر وکړي. البته نوموړي ياده نه کړه چې څومره نغدې مرستې به ورسره کوي.

XS
SM
MD
LG