د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسيې حکومت مخالفه سياستوال نوالني کورنۍ په زندان کې د هغه مړینه تایید کړې ده


د روسيې حکومت مخالفه سیاستوال الېکسي نوالني ـ انځور له ارشيفه
د روسيې حکومت مخالفه سیاستوال الېکسي نوالني ـ انځور له ارشيفه

د روسیې د حکومت مخالفه سیاستوال الېکسي نوالني کورنۍ او نېږدې خپلوانو په ارټيک زندان کې د هغه مړینه تایید کړې او د نوموړي د جسد د سپارلو غوښتنه یې کړې ده.

د نوالني ویاندې کیرا یارمیش، د یوې رسمي خبرتیا په حواله چې د نوالني مور، لیودمیلا ته ورکړل شوې، ويلي چې نوالني د فبرورۍ پر ۱۶مه پر ځايي وخت د ماسپښين پر ۲:۱۷ بجو په ارټيک زندان کې مړ شو.

يارميش د فبرورۍ پر ۱۷مه پر اېکس ليکلي چې د زندان یو کارمند ورته ويلي چې د نوالني جسد اوس په سالیخارد کې دی او هغوی يې "څېړنې" کوي.

نوموړې زياته کړې "موږ غوښتنه کوو چې د الېکسي نوالني جسد دې په سمدستي توګه د هغه کورنۍ ته وسپارل شي."

دا له هغه وروسته ده چې د فبرورۍ پر ۱۶مه د روسيې د فېډرالي زندان د خدماتو ادارې په یو بیان کې وویل چې نوالني په زندان کې تر ګرځېدو وروسته سم نه احساساوه او وروسته بېهوښه شو.

بيان زياتوي چې تر دې پېښې وروسته د زندان طبي عمله سمدستي ور ورسېده او امبولېنس يې راوغوښت، خو د ډاکټرانو په وينا، نوالني بيا سترګې خلاصې نه کړې او مړ شو.

د روسیې دولتي رسنیو هم د دغه بیان په حواله ویلي ول چې ۴۷ کلن نوالني مړ شوی دی.

د نوالني د پلويانو ګرفتاري

په روسيه کې د بشري حقونو دفاع کوونکې او خبري ادارې (او وي ډي انفو) ويلي دي چې د هغه هېواد چارواکو د فبرورۍ پر ۱۶مه په ۱۰ ښارونو کې تر ۱۰۰ زیات کسان نیولي دي.

د روسيې پوليسو هغه کسان نيولي چې په سېنټ پېټرزبرګ کې يې د نوالني په ياد کې د ګلونو ګېډۍ اېښوولې
د روسيې پوليسو هغه کسان نيولي چې په سېنټ پېټرزبرګ کې يې د نوالني په ياد کې د ګلونو ګېډۍ اېښوولې

هغه کسان د حکومت مخالفه سیاستوال الېکسي نوالني د مړينې تر خبر خپرېدو وروسته د هغه په یاد کې راوتلي ول.

د او وي ډي انفو په وينا، ۵۶ کسان د سېنټ پېټرزبرګ ښار په بېلا بېلو سیمو کې نيول شوي دي چې يو عکاس او یو خبریال هم شامل دی. هغې ادارې پر خپله ووبپاڼه ورکړي چې د روسيې په نیژني نووګورود کې ۱۵ او په مسکو کې ۱۱ کسان نیول شوي دي.

نړيوال غبرګونونه

د نوالني مړينې د نړيوالو مشرانو غصه پارولې او د دې عمل غندنه يې کړې ده.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د فبرورۍ پر ۱۶مه پر اېکس لیکلي چې د الېکسي نوالني زړورتیا به هیڅکله هیره نه شي. نوموړي زياته کړې، "دا غميزه د پوتین د وحشت يو بل ثبوت دی چې موږ ته د دې شیبې د خطر یادونه کوي."

بایډن زياته کړې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د نوالني د مړينې مسول دی.

د امريکا د ملي امنیت سلاکار، جېک سولیوان، د خبر له خپرېدو سمدستي وروسته په یوه مرکه ويلي چې که چیرې د نوالني مړینه تایید شي، نو دا به "یوه وحشتناکه غميزه" وي.

د جرمني چانسلر اولاف شولڅ ويلي، نوالني "د خپلې زړورتیا بيه په خپل ژوند کې پرې کړه."

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر سټیفن سیجورن پر اېکس ليکلي چې د نوالني مړينه "د ولادیمیر پوتین د رژیم د حقیقت يادونه کوي."

د اروپايي شورا مشر چارلس میشل ويلي، نوالني د "ازادۍ او جمهوريت د ارزښتونو" لپاره د مبارزې په ترڅ کې وروستۍ قرباني ورکړه.

الېکسي نوالني څوک وو؟

الېکسي نوالني د کرېملېن له سختو ناقدینو څخه یو وو او د درغلۍ ضد کیمپېن يې کاوه. نوموړي ته د ۲۰۲۰ز کال په اګست میاشت کې داسې زهر ورکړل شوي ول چې نېږدې يې وژلی وو چې بیا وروسته د درملنې لپاره جرمني ته يووړل شو.

تر درملنې وروسته نوموړی د ۲۰۲۱ز کال په جنورۍ مياشت کې له جرمني ماسکو ته ستون شو، خو له ورتګ سره سم په هوايي ډګر کې د چارواکو له خوا ونيول شو.

نوالني ته په لومړي سر کې د درغليو په تور د نهو کلونو د بند سزا اورول شوې وه. وروسته د ۲۰۲۳ز کال د اګست پر څلورمه هغه يو روسي عدالت د ۱۹ کلونو بند سزا واوروله. پر نوموړي په لګولو شویو تورونو کې د توندروې ټولنې جوړول او مالي مرستې یې کول ، توندروي خپرول او ماشومان په خطرناکو کارونو کې ښکېلول شامل ول.

نوالني پر هغه پورې کړل شوي ټول تورونه رد کړي ول او د هغوی تر شا يې سياسي انګېزه بللې وه.

نوموړي هغه ته د سزا له اورولو وروسته پر فېسبوک ليکلي ول چې د نورو سیاسي بندیانو غوندې دی هم پوهېږي چې ګواکې د ټول عمري یند له سزا سره مخامخ شوی دی.

نوالني پر روسانو غږ کړی وو چې د کرېملېن د هغو هڅو خلاف خپل مزاحمت جاري وساتي چې ترمخه یې هغوی له مزاحمت کولو محرومه کېږي او وېرول کېږي.

امریکا او اروپایي اتحادیې د نوالني سزا یوه بې انصافه محاکمه او شرم بللی وو او په وار وار يې پر روسیې غږ کړی وو چې حکومت مخالفه سیاستوال الېکسي نوالني دې سمدستي خوشې کړي.

بل خوا په روسيه کې زرګونو کسانو د نوالني د ګرفتارۍ پرضد پراخې مظاهرې کړې وې چې وروسته روسيو چارواکو سلګونه مظاهرچيان نيولي ول.

د بشري حقونو نړيوالو سازمانونو پر روسيو چارواکو غږ کړی وو چې د نوالني د پلويانو پرضد دې"ناقانونه کیمپېن" ودروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG