د لاسرسي ځای

تازه خبر

په روسیه کې عدالت د اپوزیشن مشر الېکسي ناوالني ته د ۱۹ کالو بند سزا اورولې


ناوالني د دغه سزا په اړه پر فیسبوک لیکلي چې د قید د کالونو شمېره یې مانا نه لري.
ناوالني د دغه سزا په اړه پر فیسبوک لیکلي چې د قید د کالونو شمېره یې مانا نه لري.

په روسیه کې د اپوزیشن مخکښ سیاستوال الېکسي ناوالني ته عدالت د ۱۹ کالو بند سزا اورولې ده.

ناوالني له وړاندې د درغلیو په تورونو کې د نهو کالو د بند سزا تېروي چې په اړه یې هغه او اتحادیان وایي دا سیاسي محرکات لري.

عدالت د اګست پر څلورمه ۴۷ کلن الېکسي ناوالني د کریمینل کوډ له شپيږو دفعو سره سم تورن کړ. پر هغه په لګولو شویو تورونو کې د توندروې ټولنې جوړول او مالي مرستې یې کول ، توندروي خورول او ماشومان په خطرناکو کارونو کې ښکېلول شامل دي.

بلخوا ناوالني د دغه سزا په اړه پر فیسبوک لیکلي چې د قید د کالونو شمېره یې مانا نه لري.

نوموړي د خپلې سزا وروسته لیکلي چې د نورو سیاسي بندیانو غوندې دی هم پوهیږي چې ګواکې د عمر قید له سزا سره مخامخ شوی دی.

نوموړي پر روسانو غږ کړی چې د کرېملېن د هغو هڅو خلاف خپل مزاحمت جاري وساتي چې ترمخه یې دوی له مزاحمت کولو محرومه او ویرول شي.

بلخوا امریکا او اروپایي اتحادیې د ناوالني سزا یوه بې انصافه محاکمه او شرم بللی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG