د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسيه دې ناوالني سمدستي خوشې کړي: امریکا او اروپايي ټولنه


۴۴ کلن ناوالني دا مهال د روسیې له سختو زندانونو څخه په یوه کې د بند شپې تېروي.
۴۴ کلن ناوالني دا مهال د روسیې له سختو زندانونو څخه په یوه کې د بند شپې تېروي.

امریکې او اروپايي ټولنې یو وار بیا پر روسیې غږ کړی چې حکومت مخالف سیاستوال الېکسي ناوالني دې سم دستي خوشې کړي.

دوی دا غوښتنه له هغې وروسته کړې چې ناوالني په یو بیان کې وویل چې د ملا له سخت درد نه کړېږي او د زندان عمله هغه ته هېڅ قسمه اسانتیا نه ورکوي.

الېکسي ناوالني پرون (د مارچ پر ۲۶مه) په خپل انسټاګرام اکاونټ دا خبره هم لیکلې وه چې ځینو پخوانیو مهمو بندیانو ورته ویلي چې د زندان دننه ناجوړه کېدل د احتمالي مرګ په مانا وي.

نوموړي د ځینو پخوانیو مهمو بندیانو خبرې اقتباس کړي چې که زندان کې ناجوړه شوې نو هېڅوک دې علاج نه کوي او مرګ ته به غاړه ورکوې.

۴۴ کلن ناوالني دا مهال د روسیې له سختو زندانونو څخه په یوه کې د بند شپې تېروي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند تېډ پرایس پرون پر ټویټر لیکلي، امریکا د ناولني د روغتیا د ناسم وضعیت په اړه ناراحته کوونکي راپورونه لیدلي او هغوی غوښتنه کوي چې نوموړي ته دې طبي سهولتونه او وکیل ته لاس رسی ورکړل شي.

پرایس د امریکا هغه غوښتنه هم روسیې ته تکرار کړه چې الېکسي ناوالني دې خوشې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG