د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي په ایران کې یې نهه وګړي وژل شوي


د سیستان بلوچستان سیمې نقشه
د سیستان بلوچستان سیمې نقشه

په تهران کې د پاکستان سفیر وايي، د ایران په خاوره کې دننه د نهو پاکستاني وګړو پر وژل کېدو سخت خواشینی شوی دی.

مدثر ټیپو د جنورۍ په ۲۷مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، سفارت د وژلو شویو پاکستانیانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کوي. د نوموړي په وینا په زاهدان کې د پاکستان کونسل جنرل وار له مخې د ایران سراوان سیمې ته چېرته چې دا پېښه رامنځ ته شوې، پر لاره دی او د پېښې د ځای تر څنګ به په روغتون کې د ژوبلو تنانو سره هم ګوري.

راپورونه وايي، د ایران او پاکستان د پولې سره نږدې د ایران په خاوره کې چې بمپشت سراوان نومېږي، د نامعلومو وسله والو په ډزو نهه پاکستاني وګړي د جنورۍ په ۲۷مه وژل شوي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼه لیکي چې په دې پېښه کې درې نور پاکستانیان ژوبل شوي هم دي.

په تهران کې د پاکستان سفیر مدثر ټیپو له ایرانه غوښتنه کړې ده چې د پاکستانیو وګړو د وژنې پلټنه دې وکړي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې دغو پاکستانیو په ایران کې څه کول او د چا له خوا ووژل شول خو پاکستانۍ رسنۍ لیکي چې وژل شوي کسان ایران ته د مزدورۍ لپاره تللي وو.

د ایران مهر خبري اژانس لیکلي، د جنورۍ په ۲۷مه، په سیستان بلوچستان ولایت کې نامعلومو وسله والو په یوه کور کې پر غیرملکیانو ډزې کړې دي او نهه کسان یې وژلي دي. اژانس لیکي، تر دې دمه هېڅ کومې یوې ډلې د برید ذمه واري قبوله کړې نه ده.

د جنورۍ د ۲۶مې دا پېښه په داسې مهال رامنځ ته شوې چې د ایران او پاکستان سفیران تازه اسلام اباد او تهران ته ستانه شوي او د دواړو هیوادونو ترمنځ سفارتي اړیکې بحالې شوې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د جنورۍ پر ۲۶مه پر اېکس په یو بیان کې وویل چې د ایران لپاره د پاکستان سفیر محمد مدثر ټېپو د جمعې پر ورځ تهران ته او د پاکستان لپاره د ایران سفیر رضا امیري مغدام اسلام اباد ته ته ورسېدل.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلام اباد او تهران ترمینځ تعلقات د جنورۍ پر ۱۶مه شپې مهال د بلوچستان له پنجګور سره نېږدې په زرغون غره سیمه کې "د وسلوالو پر مرکزونو" د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د برید له وجې ترینګلي شول.

د پاکستان حکومت هغه برید په کلکه وغنده، دا کار یې د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور سرغړونه وبلله او و یې ویل چې د ځواب ورکولو حق لري.

پاکستان د جنورۍ پر ۱۷مه له ایرانه خپل سفیر هېواد ته وروغوښت او د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په پاکستان کې د ایران سفیر چې هغه مهال د خپل هېواد په سفر وو، دې اسلام اباد ته نه ستنېږي.

اخوا ایران وویل چې د برید هدف پاکستان نه بلکې جیش العدل ډله وه. هغې ډلې ته منسوب یو ټېلېګرام چینل د جنورۍ پر ۱۷مه په بیان کې وویل چې په برید کې هغه کورونه په نښه شوي دي چې پکې د هغې ډلې د غړو ښځې او بچي اوسېدل.

خو اسلام اباد وویل چې په حمله کې دوه ماشومان ووژل شول او درې نجونه ژوبلې شوې.

تر دې وروسته، اسلام اباد د جنورۍ پر ۱۸مه سهار وختي د ایران په سیستان - بلوچستان ولایت کې د "ترهګرو پر پټنځایونو" د بریدونو خبر ورکړ چې پکې د ایرانیو چارواکو په وينا د څلورو ماشومانو او درو ښځو په ګډون نهه کسان ووژل شول.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي خبريالانو ته وویل چې په وژل شویو کې "هېڅ یو ایرانی نه شته."

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅې وویل چې په ايران کې وژل شوي کسان پاکستانيان دي.

وروسته د پاکستان وزیراعظم انوار الحق کاکړ د جنورۍ پر ۱۹مه د وفاقي کابینې په غونډه کې وویل چې دا د دواړو هېوادونو په ګټه ده چې اړیکې یې د پاکستان "د فضايي حریم تر سرغړونې" مخکېني حالت ته ستنې شي.

پر هم هغه ورځ اسلام اباد وویل چې لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني د جنورۍ پر ۱۹مه له خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان سره په خبرو کې وویل چې هېواد یې تیار دی چې له تهران سره د متقابل باور او همکارۍ په روحیه پر ټولو موضوعاتو کار وکړي.

XS
SM
MD
LG