د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد د امريکا هغه راپور رد کړی چې پاکستان يې د ځانګړې اندېښنې وړ هېواد بللی وو


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويانده ممتاز زهرا بلوڅه ـ پخوانی انځور
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويانده ممتاز زهرا بلوڅه ـ پخوانی انځور

اسلام اباد د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه راپور رد کړی دی چې پاکستان يې "د ځانګړې اندېښنې وړ" هېوادونو په نوملړ کې اچولی وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د جنورۍ پر اتمه په یو خپور کړي بیان کې ویلي چې د امریکا دا اقدام "له ځمکنیو حقایقو ليرې" او "د تعصب ښکارندوی" دی او دوی يې په اړه د "ژورې اندېښنې" احساس کوي.

په بیان کې راغلي، پاکستان د ایین له مخې د مذهبي ازادۍ د ودې لپاره لاس په کار دی او د لږکیو د حقونو د ساتنې لپاره یې پراخ اقدامات کړي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ د پاکستان په ګډون برما، چین، ایران، نکاراګووا، روسیه او ځیني نور هېوادونه د ځانګړې اندېښنې وړ هېوادونو په نوملړ کې شامل کړي ول او ویلي یې وو چې دغه هېوادونه د مذهبي ازادۍ سخته سرغړونه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي په نوم پېښې کېږي چې پکې زیاتره تورن کسان د نورو مذهبونو منونکي وي خو کله کله مسلمانان هم تورنېږي.

د ۲۰۲۳ز کال د اګست پر ۱۶ مه د پنجاب د فیصل اباد په جړاوالا کې بلوه ګرو مذهب ته د سپکاوي په تور د عیسویانو یوشمېر کلیساوې او کورونه وسوځول.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو یو قانون هم موجود دی خو پر دې سربېره وخت په وخت خلک له خپل لوري اقدام کوي او له تشدده کار اخلي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل پر ۲۶مه په خپل کلني رپورټ کې ویلي ول چې په هغه هېواد کې د مذهب سپکاوي په نوم عدالت ته له وړاندې کېدو پرته د تورنو کسانو وژنې دوام لري. رپورټ زیاتوي چې ریاست د قوانینو په سختولو د تورنو کسانو ژوند لا ګران کړی دی.

د بشري حقونو سازمانونو، قانونپوهانو او مدني فعالانو په بیا بیا ويلي چې په پاکستان کې په یوشمېر پېښو کې د توهين مذهب د سزاګانو قانون د شخصي دښمنيو لپاره کارول شوی دی نو د دوی په وينا، بايد پکې داسې ترميم وشي چې ورسره سم د هغو کړنو مخه ونيول شي.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو په قانون کې د بدلون موضوع دومره حساسه ده چې په اړه يې زیاتره سیاستوالان، مدني فعالان، قانونپوهان او روڼ اندي ديني عالمان یا خو بیخي خبرې نه کوي او يا بیا په خپلو څرګندونو کې د ټکو په انتخاب کې له ډېر احتياطه کار اخلي ځکه چې د بلوه ګرو له خوا د وژنو پېښو دا وېره لا زیاته کړې ده.

خو د پاکستان حکومت ټینګار کوي چې د مذهب سپکاوي د سزاګانو د قانون ناسمې کارونې اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG