د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوڅ پرلتوالو د جبري لادرکيوو د مسلې د حل لپاره پر نړیوالو د مرستې غږ کړی


بلوڅانې اسلام اباد ته روان لاريون کې - انځور د دیسمبر پر شلمه په ډېره اسماعيل خان کې اخیستل شوی.
بلوڅانې اسلام اباد ته روان لاريون کې - انځور د دیسمبر پر شلمه په ډېره اسماعيل خان کې اخیستل شوی.

د بلوڅانو د پيوستون کمېټۍ يوې مشرې ډاکټر ماهرنګ بلوڅ پر نړۍ غږ کړی دی چې د جبري لادرکيو او ماورای عدالت وژنو خلاف دې د دوی مرسته وکړي.

نوموړې تېره شپه د دیسمبر پر ۲۵مه په اسلام اباد کې د نېشنل پرېس کلب مخې ته د پرلت له ځايه په يو ويډيو پيغام کې له خلکو وغوښتل چې د بلوڅانو لپاره غږ پورته کړي. هغې زیاته کړه چې په پاکستان کې باید د جبري لادرکيوو مسله حل شي.

نوموړې زیاته کړه: "که تاسو د نړۍ په هر ځای کې اوسېږئ او بشري احساس لرئ نو زما هيله ده چې زموږ لپاره غږ پورته کړئ. [په پاکستان کې] د بلوڅانو نسل وژنه له څو لسيزو راهيسې روانه ده. زموږ زرګونه سپينږيري، ماشومان او ښځې په جبري توګه لادرکه کړل شوي او ماورای عدالت وژل شوي دي."

ماهرنګ بلوڅ همداراز پر اېکس چې پخوا ټويټر وو يوه ويډيو خپره کړې او ويلي یې دي‌ چې امنيتي ځواکونه په ساده جامو کې ورغلي وو او نیمه شپه یې د پرلت له ځایه، لاوډسپېکر وړی دی. په ويډيو کې په عامو ولسي جامو کې څو کسان ښکاري چې د اسلام اباد پریس کلب مخې ته د پرلتوالو د خېمې سره نېږدې ګاډي ته لاوډسپېکرونه خېژوي. د اسلام اباد انتظامیې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د بلوڅانو د پيوستون کمېټۍ (بلوچ یکجهتي کونسل) تر انتظام لاندې د جبري لادرکيو او ماورای عدالت وژنو خلاف د بلوڅانو پرلت نن د دیسمبر پر ۲۶مه د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته پر څلورمه ورځ هم دوام لري. بېلابېل سیاستوال او د سېنېټ غړي هم له دوی سره د خواخوږۍ لپاره وخت په وخت ورغلي دي.

د دیسمبر پر پينځمه د بلوچستان له تربت څخه روان شوي لاريونوال د دیسمبر پر ۲۰مه ماښام اسلام اباد ته ورسېدل چې پوليسو يې يوشمېر ونيول. وروسته د اسلام اباد پوليسو د دیسمبر پر ۲۴مه وويل چې ټول ۲۹۰ نيول شوي احتجاج کوونکي يې خوشې کړي دي. خو ماهرنګ بلوڅ تېره شپه په خپله وينا کې يو ځل بيا وويل چې د هغوی څه باندې ۱۰۰ ملګري لا هم د پوليسو په حراست کې دي چې ۱۴ يې ورک دي.

بلوڅانو تر هغې وروسته په احتجاج لاس پورې کړ چې د بلوچستان پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې د نومبر پر ۲۳مه په تربت کې په يوه نښته کې د ۴ مشکوکو وسلوالو د وژنې خبر ورکړ. پولیسو دعوه وکړه چې دا کسان وسله وال دي او په عملیاتو کې وژل شوي دي. خو بلوڅ فعالانو دا رد کړه او وي ويل چې وژل شوي کسان جبري لادرکه ځوانان دي.

بلوڅانو له همغې ورځې د بلوچستانو په تربت کې احتجاجي پرلت وواهه او کله چې د دوی په وينا د هغه ځای حکومت د دوی خبرې نه اورېدلې نو دوی اسلام اباد ته د لاريون لپاره په پښو روان شول. احتجاجیان دريځ لري چې په تربت کې په وژل شويو کسانو کې د بالاچ مولابخش بلوڅ په نامه هغه سړی هم شامل وو چې د پولیسو په بند کې وو او يو عدالت یې د حاضرولو حکم کړی وو. بلوڅان دعوه کوي چې امنیتي ځواکونه په بلوچستان کې خلک ورکوي او ځینې وخت یې په جعلي پولیس نښتو کې وژني.

د بلوچستان نګران حکومت ویلي دي چې د دې تورونو د پلټنو لپاره یې له ځینو پولیسو پوښتنې پیل کړې دي او د ځینو دندې یې ځنډولې دي. خو وروسته د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان محمد اڅکزي په بیا بیا خبري غونډو کې ادعا کړې چې په اسلام اباد کې ناست پرلتوالو د ترهګرو سهولت کار دي.

د هغه دا دعوه د بشري حقونو ادارو، فعالانو او بلوڅ لاريونوالو په سختۍ سره غندلې ده. د پاکستان بشري حقونو کمېشن او د بشري حقونو نړیوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشنل په جلا جلا خبرپاڼو کې د پاکستان پر نګران حکومت غږ کړی چې پرلتوالو ته د مشکلاتو جوړولو پر ځای دې د هغوی غوښتنې واوري، د ماورای عدالت وژنو مخنیوی دې وکړي او د جبري لادرکيو مسله دې حل کړي.

د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په اکتوبر کې له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي وو چې خلک د لادرکو کسانو پر مسله سیاست کوي. هغه دعوه کړې وه چې د ورکو کسانو شمېر یوازې ۵۰ دی او يو سرکاري کمېشن د ستونزې د هواري هڅه کوي.

خو د هغه سرکاري کمېشن پر خپل ویبسایټ ورکړې شمېرې ښيي چې د جبري لادريکو خلکو شمير په زرګونو دي. د پاکستان حکومت لخوا په ۲۰۱۱ کال کې جوړ شوي دې کمېشن ويلي چې د ۲۰۲۳ کال تر جون میاشتې پورې یې د ۹،۷۳۶ ورکو کسانو نومونه ثبت کړي دي چې پکې د ۵۳۳ کسانو د لادرکۍ رپورټونه د ۲۰۲۳ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې درج شوي دي. کمېشن زياتوي، تر اوسه یې د ۷،۴۳۹ کسانو قضیې فیصله کړې دي او د ۲،۲۹۷ کسانو قضیې روانې دي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG