د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد پولیسو د بلوڅانو احتجاجي کیمپ وران کړی دی


د اسلام اباد پولیسو د بلوڅانو احتجاجي کیمپ وران کړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:51 0:00

د اسلام اباد پولیسو د ماورای عدالت وژنو او بې درکیو پرضد یوشمېر بلوڅ لاریونوال نیولي دي. احتجاجیان چې د ډېسېمبر پر ۲۰مه اسلام اباد ته داخل شول نو پولیسو یې مخه ونیوله او بیا یې د خبریالانو مرکز مخې ته د هغوی احتجاجي کیمپ ړنګ کړ. د اسلام اباد پولیس وايي، په احتجاجیانو کې پټمخي کسان ول چې پولیس یې په کاڼو وویشتل او هغوی په غبرګون کې ونیول. د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په ګډون فعالانو او غورځنګونو د بلوڅانو د نیولو او د هغوی د پرلت کیمپ ړنګول غندلي دي. احتجاجیان دعوه کوي چې امنیتي ځواکونه په بلوچستان کې خلک ورکوي او ځینې وخت یې په جعلي پولیس نښتو کې وژني. د بلوچستان نګران حکومت ویلي دي چې د دې تورونو د پلټنو لپاره یې له ځینو پولیسو پوښتنې پیل کړې دي او د ځینو دندې یې ځنډولې دي. د پاکستان پوځ د زرګونو بلوڅانو لادرکه کېدل نه مني او وايي چې یو کمېشن د دې مسلې په حل کولو بوخت دی. ۱۲ کاله مخکې جوړ شوي هغه سرکاري کمېشن وايي چې تر اوسه یې د جبري لادرکو څه باندې ۶،۰۰۰ قضیې حل کړې دي. د بلوڅانو لاریون په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.

XS
SM
MD
LG