د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د حلقه بندیو نوملړ خپور کړی دی


په اسلام اباد کې د انتخاباتو د کمېشن دفتر ـ انځور له ارشیفه.
په اسلام اباد کې د انتخاباتو د کمېشن دفتر ـ انځور له ارشیفه.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ۲۰۲۳ز کال د برېښنايي او کمپیوټري سرشمېرنې پر اساس د قامي او صوبايي اسمبلیو د وروستیو حلقه بندیو وروستی نوملړ خپور کړی دی.

کمېشن د نومبر پر ۳۰مه، په بیان کې وویل چې د انتخاباتي حلقو د ابتدايي فهرست په اړه د شکایتونو د حل کولو عمل یې سرته رسولی دی.

د کمېشن د تازه بیان ترمخه د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جنرل سیټونو يا عامو څوکيو شمېر ۲۶۶ دی. پر دې سربېره ښځو ته ۶۰ څوکۍ ځانګړې شوې دي چې ورسره په اسمبلۍ کې د څوکیو مجموعي شمېر ۳۲۶ ته رسېدلی دی.

په دې کې پنجاب ته ۱۴۱، سیند ته ۶۱، خیبر پښتونخوا ته ۴۵، بلوچستان ته ۱۶ او اسلام اباد ته درې عامې څوکۍ ورکړل شوې دي.

دا راز د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ لپاره ۱۱۵، د پنجاب لپاره ۲۹۷، د سیند لپاره ۱۳۰ او د بلوچستان اسمبلۍ لپاره ۵۱ عامې څوکۍ اعلان شوې دي. پر دې سربیره په څلور واړو صوبایي اسمبلیانو کې د ښځو لپاره ۱۳۲ او د لږکیو لپاره ۲۴ څوکۍ ځانګړې شوې دي.

په پېښور کې د انتخاباتي کمېشن د خیبر پښتونخوا څانګې ویاند سهېل احمد د نومبر پر ۳۰مه، مشال راډیو ته وویل چې د فبرورۍ اتمې عامو انتخاباتو لپاره تیاری روان دی. "د پاکستان انتخاباتي کمېشن له طرفه د راتلونکو عامو انتخاباتو لپاره تیاری له زور او شور سره جاري دی. انتخاباتي فهرستونه [چاپ] شوي دي او د حلقه بندیو حتمي فهرست هم پکې یو اهم قدم وو چې د پاکستان د انتخاباتي کمېشن په ذمه واریو کې شامل وو او سر ته ورسېد."

د پاکستان قامي اسمبلۍ په اګست میاشت کې ړنګه شوې وه چې تر هغې وروسته له ایین سره سم، باید انتخابات په درو میاشتو کې شوي وای.

خو انتخاباتي کمېشن وويل چې د ایین له مخې باید لومړی له ۲۰۲۳ز کال برېښنايي یا ډېجېټل سرشمېرنې سره سم نوې انتخاباتي حلقې جوړې کړي.

کمېشن ویلي ول چې وروستۍ انتخاباتي حلقې د نومبر په پای کې اعلانوي چې تر هغې وروسته به ګوندونه او نوماندان تر شاوخوا دوو میاشتو پورې کیمپېن وکړي او د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې به انتخابات وکړي خو وروسته کمېشن د انتخاباتو لپاره د فبرورۍ اتمه اعلان کړه.

د ۲۰۲۳ز کال د سرشمېرنې له مخې د پاکستان ابادي څه باندې ۲۴۱ مېلیونه ته رسېدلې او همدا لامل وو چې انتخاباتي کمېشن یې پر اساس په اګست کې د نویو حلقو جوړولو د بهیر پیلولو اعلان وکړ.

XS
SM
MD
LG