د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف وايي پاکستان به له ستونزو خلاص کړي


نواز شریف له څلور کلنې جلا وطنۍ وروسته د لاهور په مینار پاکستان کې د مسلم لیګ نون جلسې ته وینا وکړه: انځور اکتوبر ۲۱، کال ۲۰۲۳ز
نواز شریف له څلور کلنې جلا وطنۍ وروسته د لاهور په مینار پاکستان کې د مسلم لیګ نون جلسې ته وینا وکړه: انځور اکتوبر ۲۱، کال ۲۰۲۳ز

د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شریف د اکتوبر په ۲۱مه د لاهور په مینار پاکستان کې د خپل ګوند جلسې ته د وینا پر مهال وویل، پاکستان دا وخت له ګڼو ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ شوی دی. خو د نوموړي په وینا هغه به دا هیواد له ستونزو خلاص کړي.

نوموړي جلسې ته د وینا پر مهال د هغو لویو پروژو یادونه وکړه چې د نوموړي د واکمنۍ پر مهال بشپړې شوې وې. هغه د ملک د بېلابېلو لویو ښارونو ترمنځ د لویو لارو یادونه وکړه او ویې ویل چې دا ټول کارونه ده د هیواد د پرمختګ او سوکالۍ يه موخه ترسره کړي ول. هغه وویل، د پاکستان ستونزې ډېرې دي او د خدای په مرسته به ترې دوی هیواد وباسي خو د ملک د ستونزو د هوارۍ لپاره کامله جذبه په زړه کې لري.

شريف زياته کړه چې د نوموړي د حکومت پر مهال برېښنا او د ورځني استعمال توکي د اوس پرتله ډېر زيات ارزانه ول، خو د هغه په وينا اوس هر څه څو چنده ګران شوي دي. نوموړي ادعا وکړه چې هغه به يو ځل بيا ګراني کنټرول کړي.

نواز شريف وويل کړه چې له نوموړي د هغه د بيانيې په اړه پوښتنه کېږي. نوموړي زياته کړه چې د هغه په دور کې "بشپړې شوې پرمختيايي پروژې، ارزاني او اخلاقيات" د هغه بيانيه ده.

نواز شریف وویل، په زړه کې د غچ اخیستو هېڅ اراده نه لري ګینې په زندان کې پر هغه او لور یې ډېر ظلمونه شوي او کله چې یې مېرمن کلثوم نواز په روغتون کې د ژوند وروستۍ سلګۍ شمېرلې هغه ته په ټیلیفون ورسره د خبرو اجازه هم ورنه کړل شوه. هغه دا هم وویل چې د هغه په ورور شهباز شریف او د مسلم لیګ نون ګوند په ګڼو نورو مشرانو هم په تېر حکومت کې د هغه په وینا زیات ظلمونه شوي خو هغوی د انتقام اخیستو اراده نه لري. نوموړي وویل، که په خپل سیاسي ژوند کې هغه کار ته پرېښودل شوی وای نو له پاکستان نه به یې یو پرمختللی هیواد جوړ کړی وای.

د هغه په وينا، ټولې رياستي ادارې بايد د ايين په دايره کې دننه د هغه هېواد لپاره په ګډه کار وکړي.

د هغه د ګوند زرګونو پلویانو په مینار پاکستان څلي کې نوموړي ته هرکلی وویلو. په دې موقع د هغه د کورنۍ او ګوند مهم مشران هم موجود ول چې پکې د هغه ورور شهباز شریف او لور یې مریم نواز هم شامل دي.

نوموړي په مینار پاکستان کې جلسې ته د وینا پر مهال وویل، د هغه پر ضد جعلي مقدمې جوړې کړل شوې وې خو د هغه ملګري او پلویان د هغه په وینا وفادار پاتې شول او هېچا ګوند پرېنښود.

د نواز شریف سیاسي ژوند کله او څنګه پیل شوی وو؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:31 0:00

نواز شریف وویل، هغه د پاکستان لپاره د پیوستون او ودانۍ سوچ لري، هیواد یې په خپل دور کې له ایټمي ځواک څخه برخمن کړی وو.

نوموړی د اکتوبر په ۲۱مه په یوه ځانګړې الوتکه کې کې له دوبۍ د پاکستان سرښار اسلام اباد ته ورسېد او هلته یې له قانوني ډلې سره په ایوان فیلډ او العزیزیه مقدمو کې د سزاګانو خلاف د اپیلونو بحالولو په درخواستونو لاسلیکونه وکړل. وروسته نوموړی د خپل ګوند د ځینو نورو مهمو مشرانو په بدرګه د پنجاب سرښار لاهور ته ورسېد. نوموړی به ماښام په مينار پاکستان کې د خپل ګوند ولسي غونډې ته وینا کوي.

مسلم ليګ نون ليګ په خپله رسمي اېکس پاڼه چې پخواني نوم يې ټويټر وو، ليکلې چې د نواز شريف د اميګرېشن عمل سر ته رسېدلی دی او په پاسپورټ يې پاکستان ته د داخلېدو مهر لګول شوی دی.

نواز شريف نن په دوبۍ کې پاکستان ته له ستنېدو مخکې خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې د حالاتو سمولو قابليت لري: "دا خبره سمه ده چې حالات مو پخپله خراب کړي دي او دا به پخپله سموو. که چېري په خپلو پښو ودرېدل غواړو نو دا کار به هم پخپله کوو، بل څوک به نه راځي چې موږ راپورته کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د اسلام اباد احتساب عدالت د توشه خانې په مقدمه کې د نواز شریف د نیولو وارنټ تر درو ورځو ځنډولی دی.

د یاد عدالت جج محمد بشیر دا پرېکړه د اکتوبر پر ۱۹مه له هغه وروسته وکړه چې د نواز شریف وکیل مصباح وویل چې د یادې مقدمې اورېدنه د اکتوبر پر ۲۴مه ده نو نواز شریف به ورته حاضر شي.

جج محمد بشیر وویل چې که نواز شریف پر دې نېټه عدالت ته حاضر نه شو نو نوره کارروايي به وروسته پرمخ وړي.

بل پلو د اسلام اباد هایکورټ هم د ایون فیلډ او العزیزیه مل په مقدمو کې د نواز شریف د حفاظتي ضمانت درخواست منلی او د هغه ګرفتاري یې درولې ده.

نواز شریف په خپله خوښه د ۲۰۱۹م کال د نومبر پر ۱۹مه د علاج لپاره لندن ته تللی وو خو بیا وطن ته ستون نه شو.

د نواز شریف سیاسي ژوند ته کتنه

په ۱۹۴۹ز کال کې د پنجاب په لاهور کې زیږېدلي نواز شریف له پنجاب پوهنتونه د قانون په برخه کې د ډګرۍ له ترلاسه کولو وروسته لومړی کاروبار او بیا په ۱۹۷۶ز کال کې سیاست ته مخه کړه او په پاکستان مسلم لیګ کې شامل شو.

نواز شریف د جنرال ضیاالحق د مارشل لا پر مهال له ۱۹۸۱ز کال څخه تر ۱۹۸۵ز کاله د پنجاب د خزانې وزیر وو او له ۱۹۸۵ څخه تر ۱۹۹۰ز کاله د پنجاب صوبې اعلا وزیر پاته شوی وو.

نوموړی په هغه وخت کې د اسلامي جمهوري اتحاد برخه وو کوم چې د ملک یو له مهمو ګوندونو ګڼل کېدی.

هغه د ۱۹۸۸ز کال د نومبر پر ۱۶مه د عامو انتخاباتو لپاره په فیصل اباد کې داسې غونډه کړې وه چې په ډېر لوی شمېر خلکو پکې ګډون وکړو.

نواز شریف د ۱۹۹۰ز کال د اکتوبر پر ۲۴مه د ترسره شویو عامو انتخاباتو په نتیجه کې په لومړي ځل د پاکستان وزیراعظم وټاکل شو.

د ۱۹۹۳م کال د اپرېل پر ۱۸مه د هغه وخت ولسمشر غلام اسحاق خان د نواز شریف حکومت ړنګ او هغه یې له واکه لرې کړ.

خو سپریم کورټ د هغه کال د مې پر ۲۶مه د نواز شریف حکومت بېرته بحال کړ. خو ویل کېږي چې نواز شریف د پوځ د زیات فشار له کبله د جولای پر ۱۸مه له وزیراعظمۍ استعفا ورکړې وه.

نواز شریف له ۱۹۹۳ز کاله تر ۱۹۹۷ز پورې د بېنظیر بوټو په مشرۍ حکومت په مهال په پارلمان کې د حزب اختلاف مشر وو.

خو د ۱۹۹۷م کال د فبرورۍ پر درېمه ترسره شویو ټاکنو کې یې بریا ترلاسه کړه او په دویم ځل د ملک وزیراعظم وټاکل شو.

د هغه وخت د پوځ مشر جنرال پروېز مشرف د ۱۹۹۹ز کال د اکتوبر پر ۱۲مه نېټه کودتا وکړه او د نواز شریف په مشرۍ حکومت یې ړنګ کړ.

نواز شریف ۱۴ میاشتې په زندان کې تر تېرولو وروسته د ۲۰۰۰ز کال د ډېسېمبر پر ۱۰مه سعودي عرب ته جلا وطن شو.

نوموړی د ۲۰۰۷ز کال د نومبر پر ۲۶مه پاکستان ته ستون شو او د بیا واک ترلاسه کولو لپاره یې سیاسي هلې ځلې پیل کړې.

خو د هغه ګوند پاکستان مسلم لیګ نون د ۲۰۰۸ز کال د فبرورۍ پر ۱۸مه انتخاباتو کې له پیپلز ګوند څخه ماتې وخوړه او نواز شریف بیا د حزب اختلاف مشر شو.

کله چې د ۲۰۱۳م کال د مې پر ۱۱مه عام انتخابات ترسره شو نو د نواز شریف په مشرۍ پاکستان مسلم لیګ نون اکثریت ترلاسه کړ او نواز شریف په درېم ځل د پاکستان وزیراعظم وټاکل شو.

خو د تېرو دوو دورو په څېر په درېم ځل هم نوموړي د وزیراعظمۍ اییني موده پوره نکړای شوه او د ۲۰۱۷ز کال د جولايي پر ۲۸مه سپریم کورټ د شتمنیو نه څرګندولو په تور نااهل کړ او د احتساب عدالت ته یې امر وکړ چې د هغه په اړه نورې پلټنې وکړي.

نواز شریف تر لرې کېدو وروسته پر هغه لګېدلي تورونه رد کړي وو او دا یې په ملک کې د جمهوریت نه پرېښودلو دسیسه بللې وه.

وروسته بیا د احتساب عدالت نواز شریف ته په یوه مقدمه کې اووه کاله او په بله کې نهه کاله بند سزا واوروله او هغه یې زندان ته واستوه.

د لاهور های کورټ د نواز شریف په خواست هغه ته اجازه ورکړه او هغه د ۲۰۱۹م کال د نومبر پر ۱۹مه د علاج لپاره لندن ته لاړ چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۲۱مه پاکستان ته ستون شو.

XS
SM
MD
LG