د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټاکنو درغلي جرم دی او د ککړو پرضد کارروايي وشي: نواز شریف


د پاکستان پخوانی وزیراعظم او د مسلم ليګ (ن) قايد نوازشريف وايي، په ټاکنو کې درغلي لوی جرم دی او د هغو پرضد دې کارروايي وشي چې په دي جرم کې ککړ دي.

نوازشريف نن، اکتوبر پر لومړۍ نېټه، له لندنه د ګوند مرکزي کمېټي غونډې ته د ويډيو لینک لارې وينا کې پر حکومت نيوکې وکړي.

ده وويل چې احتساب ادارې ته د سياستوالانو اثاثې ښکاري خو يو پوځي جنرال ورته په نظر نه راځي.

احتساب اداري په بيا بيا د اپوزېشن ګوندونو تور رد کړي او ويلي يې دي چې بې له توپيره احتساب کوي. د ټاکنو خپلواک کمېشن تېر ۲۰۰۱۸ کال انتخابات شفاف اعلان کړې وو.

نوموړي دا وينا په داسې حال کې کړې چې د اسلام اباد احتساب عدالت نن، د اکتوبر پر لومړۍ نېټه، په توشه خانه مقدمه کې د نوازشريف جايدادونه او اثاثې ضبط کولو امر ورکړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG