د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستاني عالمانو يو پلاوی طالبانو سره خبرو لپاره کابل ته تللی


د پاکستاني پلاوي غړي د افغان طالبانو سره د خبرو په حال کې
د پاکستاني پلاوي غړي د افغان طالبانو سره د خبرو په حال کې

د اګست پر ۱۴مه، د پاکستاني ديني عالمانو یو پلاوی د افغان عالمانو او طالب چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی دی.

د پلاوي یو مشر مولانا محمد طیب قریشي د اګست پر ۱۵مه، مشال راډیو ته وویل چې هغوی کابل ته رسېدلي او تر ۱۷م اګسته به هلته وي. د هغه په وينا په دې پلاوي کې ۸ پاکستاني ملايان شامل دي. هغه وويل چې په دغو کې د مفتي محمد قاسم، مولانا قاسم حقاني او مولوي حنیف الله نومونه د یادولو وړ دي.

د پاکستاني علماوو دا پلاوی په داسې وخت کې کابل ته تللی چې په دې وروستيو کې پاکستاني چارواکو پر افغان طالبانو نيوکې کړې چې د تحريک طالبان پاکستان خوندي ځايونو یې نه دي‌ختم کړي. د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منير د اګست پر ۱۴مه، د هېواد د ازادې د لمانځلو په يوه غونډه کې د وينا په وخت وويل چې پاکستاني طالبان دې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد نه کاروي.

په تېرو وختونو کې هم پاکستاني چارواکو ورته تورونه پورې کړي دي. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا ردوي. د طالبانو بهرنيوو چارو سرپرست وزير امیر خان متقي او د دوی مرکزي وياند، ذبیح الله مجاهد په بیا بیا ويلي چې په پاکستان کې وينه توييدل نه غواړي نو ځکه به د افغانستان خاوره د هغه هېواد پر ضد کارېدلو ته پرېنږدي.

مولانا محمد طیب قریشي مشال راډیو ته وویل چې پلاوی به یې کوښښ وکړي چې د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ ناندرۍ ختمې او اړیکې بهتره شي. هغه زیاته کړه: "د سفر اهداف مو دا دي چې د دواړو ملکونو تعلقات عادي شي. ترمنځ یې تجارت هم وشي."

په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کال کې د پاکستان د ديني عالمانو او قومي مشرانو يو پلاوی کابل ته تللی وو. دوی هلته د افغان حکومت په منځګړتوب د تحريک طالبان پاکستان له مشرانو سره خبرې وکړي. د دې ملاقاتونو په نتيجه کې د پاکستان ریاست او ټي ټي پي ترمنځ د سولې مذاکرات وشول او بیا يو مياشتنی اوربند تر نامعلومې مودې وغځېد. خو ټي ټي پي د ۲۰۲۲ کال د نومبر پر ۲۸مه په یوه بیان کې دعوه وکړه چې "پوځ خپلې ژمنې نه دې پوره" کړې نو ځکه خپلو وسلوالو ته امر کوي چې بیا بریدونه پيل کړي.

که څه هم مولانا قریشي وويل چې د دوی د پلاوی په ايجنډا کې د ټي ټي پي له مشرانو سره خبرې نشته خو زیاته یې کړه چې د ناامنۍ پر ضد به خبرې کوي. د پاکستاني ملايانو پلاوي په داسې وخت کې کابل ته تللی چې په کابل کې د اګست پر ۱۵مه د طالبانو په زور د نيولي حکومت ۲ کاله پوره شول.

طالبانو پر افغان نجونو د تعليم او د ښځو پر کار بندیز ته دوام ورکړی او په دې تر څ کې یې د ځينو اسلامي هېوادونو د ديني عالمانو غوښتنې رد کړي دي. طالبان دغه محدوديتونه شرعي او داخلي مسايل بولي.

مولانا طیب قریشي چې د خیبر پښتونخوا سره تعلق لري او د صوبې مشر خطیب دی، هيله لري چې په کابل کې به د ښځو د حقونو په اړه ګټورې خبرې ولري. هغه مشال راډيو ته وويل: "د مېرمنو د حقونو، د نجونو د تعلیم او اړونده ټولو موضوعاتو خبرې کوو. انشاالله په دې موضوعاتو به پرمختګونه او د افغان لوري سره ملاقاتونه هم وشي."

XS
SM
MD
LG