د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د خزانې پخواني وزیر اسحاق ډار د سېنېټ د څوکۍ سوګند پورته کړ


اسحاق ډار د ۲۰۱۷ز کال په وروستيو کې هېواد پرېښود او د شاوخوا پينځه کلنې جلاوطنۍ وروسته يو ځل بيا پاکستان ته ستون شوی دی ــ پخوانی انځور
اسحاق ډار د ۲۰۱۷ز کال په وروستيو کې هېواد پرېښود او د شاوخوا پينځه کلنې جلاوطنۍ وروسته يو ځل بيا پاکستان ته ستون شوی دی ــ پخوانی انځور

د پاکستان د خزانې پخواني وزیر اسحاق ډار نن (د سېپټېمبر پر ۲۷مه) د سېنېټ د څوکۍ سوګند پورته کړ.

د پاکستان سېنېټ نن پر خپله رسمي ټويڼر پاڼه لیکلي چې د سېنېټ مشر صادق سنجراني له هغه څخه سوګند واخيست.

ډار پرون (د سپېټېمبر پر ۲۶مه) ماښام له لندنه پاکستان ته له ستنېدو وروسته له دولتي ټېلېويژن سره د خبرو پر مهال وویل چې یو وار بیا ورته د خزانې وزارت څوکۍ سپارل شوې او هغه به هڅه کوي چې هېواد له اقتصادي بحرانه راوباسي.

"د مسلم لیګ نون رهبر نواز شریف او وزیراعظم شهباز شریف راته ویلي چې د خزانې وزارت مسوولیت قبول کړم. زه به خپله پوره هڅه کوم چې پاکستان له اقتصادي مشکلاتو څخه وباسم، لکه په ۱۹۹۸ز او ۲۰۱۳ز کې چې مو ايستلی وو."

اسحاق ډار د پاکستان مسلم لیګ نون ګوند مخکښ سیاستوال دی. نوموړی له تېرو شاوخوا پينځو کلونو راهېسې په لندن کې د جلا وطنۍ ژوند کاوه. هغه تر دې وړاندې دوه ځلې د پاکستان وفاقي وزیر پاتې شوی دی.

د پاکستان د خزانې وفاقي وزیر مفتاح اسماعیل وار له مخې خپل استعفا ليک د مسلم لیګ نون ګوند رهبر نوازشریف ته په لندن کې وړاندې کړی وو. د پاکستان د انګريزې ژبې ډان وېبپاڼه ليکي چې مفتاح اسماعيل نن په رسمي توګه له خپلې دندې استعفا ورکړه.

د پاکستان احتساب عدالت د ۲۰۱۷ز کال د ډېسېمبر پر ۱۱مه تر خپل عاید د زیاتو پیسو درلودلو په تور د اسحاق ډار د نیولو وارنټ جاري کړی وو کوم چې تېره اوونۍ د احتساب عدالت د قاضي محمد بشیر لخوا بیرته ليرې کړل شو. په دې توګه نوموړي ته لاره هواره شوه چې هېواد ته ستون شي.

اسحاق ډار له لندنه له وزیراعظم شهباز شریف او د کابينې د ځينو نورو غړيو سره یو ځای اسلام اباد ته ستون شو.

د پاکستان مسلم ليک نون ځينو سرچينو پاکستانيو رسنيو ته ويلي چې اسحاق ډار به سبا (د سېپټېمبر پر ۲۸مه) به د خزانې د وفاقي وزير په حيث د خپلې څوکۍ سوګند پورته کړي.

اسحاق ډار په داسې حال کې پاکستان ته بېرته تللی چې هغه هېواد له اقتصادي بحران سره مخامخ دی. يو خوا زياتې شوې ګرانۍ او بهرنيو پورونو او بلخوا تازه سېلابونو د پاکستان اقتصاد له سترو چېلنجونو سره مخامخ کړی دی.

خو په پاکستان کې يوشمېر شنونکي خوشبينه دي چې د اسحاق ډار ورتګ او د خزانې وزارت منصب ترلاسه کولو سره به ورو ورو د هغه هېواد اقتصاد د څه نا څه بهترۍ پر لور ولاړ شي، ځو ځينې نور بيا دا نظر لري چې هلته له دومره زياتو اقتصادي مشکلاتو سره وتل به زيات وخت ونيسي.

XS
SM
MD
LG