د لاسرسي ځای

تازه خبر

له اسحاق ډاره د وزارت واک واخېستل شو


د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د خزانې له وزیر اسحاق ډاره د وزارت واک اخېستی دی او د علاج لپاره يې د هغه د رخصتۍ درخواست منظور کړی دی.

وزیراعظم د خزانې وزارت او د اقتصادي چارو واک له ځان سره ساتلی دی.

اسحاق ډار په اکتوبر میاشت په یوه سیمه ییز اقتصادي کانفرانس کې د برخې اخېستو لپاره له هېواده بهر تللی وو خو بیا پاکستان د ستنېدو پرځای د مسلم لیګ ن له مشر نواز شریف سره د لیدلو لپاره سعودي عرب ته او وروسته لندن ته ولاړ.

په اسحاق ډار د مالي بدعنوانۍ تورونه دي او په احتساب عدالت کې يې پرضد مقدمه روانه ده.

د نوموړي وکیلانو عدالت ته ویلي دي چې هغه د ناورغۍ له کبله تر څلورو اوونیو عدالت ته نه شي حاضرېدلی.

د احتساب قامي ادارې تېره اونۍ د اسحاق ډار نوم د هغه کسانو په فهرست کې شامل کړی دی چې له هېواده بهر د تلو اجازه نه لري او احتساب عدالت د نهې په ورځ حکم ورکړی دی چې هغه عدالت ته نه حاضرېږي نو له دغه کبله دې په رسمي توګه مفرور وګرځول شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG