د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو لخوا پر افغان ښځو د مخ پټول جبري کولو سخت نړيوال غبرګونونه پارولي


د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې په کابل کې د تعليم لپاره د افغان ښځو مظاهره
د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې په کابل کې د تعليم لپاره د افغان ښځو مظاهره

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت هغه تازه امر نړیوال غبرګونونه پارولي دي چې پکې هغوی پر ښځو حجاب اجباري کړی دی.

د ملګرو ملتونو، امریکا او اروپايي ټولنې چارواکو د طالبانو پر اقدام اندېښنې ښوولي او انتقاد یې کړی دی.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرېش د طالبانو پر امر اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي د مې پر اتمه پر ټوېټر ویلي، د طالبانو دا اعلان چې ښځې باید په عامه ځایونو کې خپل مخونه پټ کړي او له اړتیا پرته له کورونو ونه وځي سخت اندېښمن کړی دی.

انتونیو ګوتېرېش له طالبانو وغوښتل چې "له افغان ښځو او نجونو سره پر خپلو ژمنو ودرېږي او د بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې خپل مکلفیتونه عملي کړي."

د ملګرو ملتونو ځانګړي پلټونکي رېچرډ بېنېټ بیا په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي دي، چې د طالبانو له لوري له بشر حقونو دغه سرغړونه باید پایلې ولري.

نوموړي لیکلي دي، چې طالبان ګام په ګام د افغان مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کوي، د دوی وروستۍ طرحه د زده کړو، کار او عامه ژوند حقوق ګواښي. هغه له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې ده چې باید په دې اړه اقدام وکړي.

په همدې حال کې د افغان مېرمنو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د حجاب د جبري کېدو په اړه د طالبانو دا طرحه "ځپونکې بللې ده. نوموړې هم پر ټوېټر لیکلي دي چې طالبان د اقتصادي ناورین او د ټولشموله حکومت د اړتیا د حل لپاره د بدیل په توګه د ښځو او نجونو د زورولو سیاستونو ته دوام ورکوي.

امیري هم له طالبانو غوښتي چې د ښځو پروړاندې له دې ډول اقداماتو لاس واخلي. " زه د افغانانو او نړیوالې ټولنې د هغو غوښتنو ملتیا کوم چې له مخې يې باید دا ځپونکي اقدامات پای ته ورسیږي، د نجونو ښوونځي دې بېرته پرانيستل شي او ښځو ته د کار او ژوند د بیا پیل جازه ورکړل شي."

له دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ، د بشري حقونو د څار سازمان او ځینو نورو نړیوالو بنسټونو او اشخاصو هم د طالبانو دا پرېکړه غندلې ده.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما د مې په ۷مه، په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د طالبانو دا پرېکړه له هغو ژمنو سره په ټکر کې ده چې طالب استازو له نړیوالې ټولنې سره کړې وې. په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې ښايي دا پرېکړه د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ اړیکې لا نورې خرابې کړي.

د بشري حقونو د څار په نړیوال سازمان کې د ښځو د حقونو د برخې مرستیاله هیدر بار وړاندیز کړی، چې په دې اړه باید د ښځو د حقونو ملاتړي هېوادونه یو ګډ چلند خپل کړي. هغې همداراز زیاته کړې چې د افغان ښځو سره د طالبانو پر چلند په اړه خاموشه پاتې نه شي.

افغان انځورګر، سید محمد پر خپل انسټاګرام د ښځو په وړاندې د طالبانو پر تعصب ولاړ چلند غندلی او د انځورونو له لارې یې د هغوی د ملاتړ لپاره غږ پورته کړی دی.

د پاکستان د پارليمان غړي او د ملي‌جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ پر خپل ټویټر لیکلي دي چې په افغانستان کې طالبان د ښځو پر وړاندې لا واردمخه له داسې خنډونو سره لاس او ګریوان دی چې د نړۍ په نورو برخو کې يې تصور نه کیږي. نوموړي د طالبانو د دغه طرحې پر بنسټ د ښځو په نښه کول د شرم وړ خبره بللې ده.

د طالبانو حکومت د مې په ۷مه، د افغان میرمنو د حجاب د جبري کېدو طرحه اعلان کړه، چې له مخې به يې د سرغړونکو مېرمنو د کورنۍ مشر ته ان سزا هم ورکول کیږي.

د دغه طرحې پر بنسټ ټولې مسلمانې بالغې مېرمنې د حجاب په رعایت کولو مکلفې دي. په دې طرحه کې چادري د حجاب تر ټولو ښه بڼه ښودل شوې او زیاتوي، هر ډول جامه چې بدن پټ کړي او چسپ نه‌ وي، حجاب ګڼل کېږي.

همدراز زیاته شوې چې هغه مېرمنې چې په دولتي ادارو کې کار کوي او مخ پټول نه مراعتوي باید له دندو وویستل شي. همداراز یاته شوې چې په دولت کې د کارکوونکو سړيو ښځې هم له دې امله خپله دنده له لاسه ورکولی شي.

د حجاب په اړه د طالبانو د فرمان يوه برخه
د حجاب په اړه د طالبانو د فرمان يوه برخه

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان جمهوري او منتخب حکومت ختم او پر ځای یې خپله سختدريځه واکمني قایمه کړه.

طالبانو پر ټيليويژن خپرېدونکو ډرامو او فلمونو کې د ښځو اړوند ځانګړې محدوديتونه لګوي، له شپږم پورته یې د نجونو ښوونځي بند کړې او ښځو ته له نارينه محرم پرته له کوره د وتلو اجازه نشته. همداراز یې د ښځو لپاره په تېر حکومت کې رامنځته شوی، ځانګړی وزارت هم ختم کړی او ودانۍ یې امرباالمعروف وزارت ته ورکړې ده.

د طالبانو له واکمنۍ نېږدې نهه میاشتې تېرېږي، خو په دې نهه میاشتو کې تر اوسه یو هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د نړوالو یو مهم او اساسي شرط د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته درناوی دی.

XS
SM
MD
LG