د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشرف غني: د افغانستان د خراب وضعیت د سمولو یوازینۍ لاره ملي اجماع ده


پخواني ولسمشر اشرف غني د اختر په مناسبت په خپله وینا کې وویل چې په زور د واک نیول اسانه وي، خو ساتل یې خورا ګران وي - پخوانی انځور.
پخواني ولسمشر اشرف غني د اختر په مناسبت په خپله وینا کې وویل چې په زور د واک نیول اسانه وي، خو ساتل یې خورا ګران وي - پخوانی انځور.

د افغانستان ګوښه شوي ولسمشر محمد اشرف غني ويلي دي چې د هېواد اوسنی وضعيت تر بل هر وخت د اندېښنې وړ دی.

غني د مې لومړې پر ماښام د کوچني اختر په مناسبت پر فېسبوک په غږیز پیغام کې د کابل، کندوز او مزارشریف وروستیو خونړیو بریدونو ته په اشاره نیوکه وکړه چې د "ترهګرو روزل" د ده په خبره، له "همداسې ځانمرګو بریدونو او چاودنو پرته،" چې پکې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي، "بله څه نتیجه نه شي لرلی."

نوموړي متل یاد کړ چې "څوک بل چا ته څاه (کوهی) کیندي نو اکثر خپله پکې پرېوځي" او بیا یې وویل چې په همدې توګه "د چاودنو او ځانمرګو بریدونو په ښوونځي کې روزلي خلک بیا د خپلو ښوونکو پر وړاندې کارېږي او دا لړۍ دوام پیدا کوي."

پخواني ولسمشر اشرف غني وویل، له دې ډول صورتحاله د وتلو یوازېنۍ لاره "چاودنې او بریدونه نه دي" بلکې "ژور سیاسي فکر" او د ولس پر ژوند "اجماع په کار ده."

د طالبانو حکومت په روژه کې د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې تر حملو وروسته دعوه کړې چې پر امنیتي چارو برلاسي دي او په حملو کې به ککړ کسان ژر ونیسي.

پرځول شوي ولسمشر په خپلو خبرو کې اوسني واکمنان د واک پر انحصار تورن کړل او و یې ول چې په دې توګه پر مخ نه شي تللای. "واک نیول اسان دي اما انحصار پایداره نه دی. په زور افغانان قانع کولای نه شئ. ضرورت دی چې ټول افغانان له یو بل سره پر ملي اجماع وغږېږو او له دې لارې یوې نقشې ته راشو چې د یو هوسا، اباد، ازاد او بې طرفه افغانستان موخې ته ورسېږو."

طالبانو په سمدستي ډول د اشرف غني د تازه څرګندونو په غبرګون تبصره نه ده کړې خو مخکې یې دا دریځ تکرار کړی چې دوی د اوسني حکومت سرپرستان یا چارسمبالي دي او همداراز، ټینګار کوي چې حکومت یې ټولشموله دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه کابل ونیو. پر هم هغه ورځ اشرف غني هېواد پرېښود او تر اوسه په متحده عربي اماراتو کې دی.

طالبان کابل ښار ته تر ننوتو وروسته ارګ ته ورغلل او هلته یې له رسنیو سره خبرې وکړې - د ۲۰۲۱ز د اګست ۱۵مې انځور.
طالبان کابل ښار ته تر ننوتو وروسته ارګ ته ورغلل او هلته یې له رسنیو سره خبرې وکړې - د ۲۰۲۱ز د اګست ۱۵مې انځور.

د طالبانو له واکمنېدو سره نړیوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو او ادارو له افغانستان سره مرستې ودرولې. همداراز د افغانستان اقتصادي چارې ودرېدې او د حکومتي نظام ړنګېدو له وجې لکونه کارکوونکي بې روزګاره شول.

د ملګرو ملتونو په وینا، د افغانستان مېلیونونه وګړو ژمی په زښت غربت او لوږه کې تېر کړ. اشرف غني په خپله وینا کې پر دې حالت هم خواشیني وښوده او و یې ول چې په لنډمهالي ډول مرستې کار کوي خو "اصلي لاره زموږ خپله په پښو درېدل دي او زموږ له عظیم بشري او طبیعي پانګو څخه په سمه توګه استفاده او ګټه پورته کول په کار ده."

غني د خپلو خبرو یوه برخه په افغانستان کې تعلیم او لوړو زده کړو ته ځانګړې کړه او ټينګار یې وکړ چې باید د زده کړو زمینه برابره شي. "ایا حدیث مبارک نه دی چې وایي د 'علم لپاره چین ته ولاړ شه'؟ له نېکه مرغه نن اسلامي هېوادونه د معارف او لوړو تحصیلاتو په برخه کې هم هلکانو او هم نجونو ته د شرایطو په برابرولو کې له ټولو مخکې دي او ضرور ده چې له دې بریالیو تجربو څخه موږ نتیجه واخلو او ځان چمتو کړو."

د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او وايي چې په دې اړه لا هم پر دې بحث روان دی چې څنګه، د دوی په خبره، د نجونو د تعلیم لپاره ښه فضا برابره شي. طالبان په دې برخه کې تر سخت نړیوال فشار لاندې هم دي خو لا یې د نجونو د تعلیم د اجازې په برخه کې پرله پسې غوښتنو ته غاړه نه ده ایښې.

XS
SM
MD
LG