د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلېنکن: طالبانو په سېسټماټيک ډول رسنۍ ځپلې دي


بلېنکن د رسنیو د ازادۍ ورځې په مناسبت خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې ګڼو رسنیو خپل کار درولی دی - پخوانی انځور.
بلېنکن د رسنیو د ازادۍ ورځې په مناسبت خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې ګڼو رسنیو خپل کار درولی دی - پخوانی انځور.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د طالبانو حکومت تورن کړی چې په افغانستان کې یې په سېسټماټیک ډول خپلواکه رسنۍ تر فشار لاندې راوستې او ځپلې دي.

بلېنکن د مې پر درېیمه د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې ۴۰ سلنه خپلواکه رسنیو په افغانستان کې فعالیت درولی. "طالبانو په افغانستان کې په سېسټماټیک ډول د افغانستان ازادې رسنۍ، په مشخص ډول خبریالانې او په لیرې پرتو سیمو کې فعالې رسنۍ ځپلي. د هغې سروې له مخې چې د ۲۰۲۱ز کال په وروستیو کې وشوه، د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې ۴۰ سلنه ازادو رسنیو په افغانستان کې خپل فعالیت درولی دی."

طالبانو د بلېنکن تازه څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ويلي چې رسنیو ته یې د هېواد د قانون او د "شریعت" په چوکاټ کې د کار اجازه ورکړې ده.

د افغانستان د خبریالانو او رسنيو فېډرېشن د مې پر درېيمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې خبریالان په بېساري ډول له ستونزو سره مخامخ دي.

دوی زیاته کړې چې په هغه هېواد کې په تېرو اتو میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي نېږدې ۱۵۰ پېښې ثبت شوې دي. دوی زیاتوي چې له ۳۰۰ څخه زیاتې رسنۍ تړل شوي، زرګونو خبریالانو دندې له لاسه ورکړې او کومې رسنۍ چې لا هم فعاليت کوي، له ګڼو محدوديتونو سره مخامخ دي.

پر همدغه ورځ د بشري حقونو ادارې بښنې نړیوال سازمان يا ایمنسټي انټرنيشنل او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (يوناما)، په جلا،جلا بیانونو کې وويل چې په افغانستان کې د رسنیو چاڼول په زیاتېدو دی.

دوی غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دې خبریالانو او رسنیو ته اجازه ورکړل شي چې په ازادانه ډول د غچ اخیستنې له ویرې پرته فعالیت وکړي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې د منتخب ولسمشر محمد اشرف غني د جمهوري حکومت تر نسکورولو وروسته واک ته ورسېدل. دوی د خپل حکومت په مهال پر رسنيو يو شمېر محدودیتونه لګولي، پر موسیقۍ بندیز دی او معلوماتو ته لاسرسی اسانه نه دی. ښځیه کارکوونکو سره د بهر تګ په وخت کې د محرم شتون لازمي ګرځولو د ښځينه خبریالانو په کار کې خنډونه ولاړ کړي دي. همداراز ګڼ خبریالان وهل شوي او بندیان شوي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته په لېږدولي يو بیان کې ويلي چې د رسنیو د تړل کېدو بېلابېل لاملونه دي او ځيني خبریالان د ډېر وخت لپاره نه بلکې د وضاحت لپاره نيول کېږي. نوموړي دا نه دې ويلي چې ځيني خبریالان په بند کې ولې وهل شوي دي؟

خو افغان خبریالان د طالبانو له زشت چلنده خوښ نه دي. له هغوی څخه یې زرګونو د ځان او کورنۍ خوندي ساتلو لپاره له افغانستانه وتلي او په غربي هېوادونو کې یې پناه اخیستې ده.

د بې پولې خبریالانو نړیوالې ادارې د مې پر درېیمه په راپور کې ويلي چې افغانستان د رسنيو د ازادۍ په لېسټ کې له ۱۲۲مې څخه ۱۵۶ ته لوېدلی دی.

اړوند

XS
SM
MD
LG