د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: په افغانستان کې لوږه د اندېښنې وړ لوړه ده


انځور له ارشيفه
انځور له ارشيفه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې یو ځل بیا په افغانستان کې د خلکو پر بېوزلۍ اندېښنه ښودلې ده.

یادې ادارې د مې پر شپږمه پر ټویټر په یو بیان کې ویلي چې په مارچ میاشت کې یوازې په سلو کې اوو افغانانو کافي خواړه درلودل.

په بیان کې زیاته شوې چې په افغانستان کې د هغو خلکو شمېر د اندېښنې ترحده زیات دی چې له لوږې سره مخامخ دي.

د دې ادارې مشرې ایزابیل موسارډ کارلسن هم پرون (د مې پر شپږمه) پر ټویټر لیکلي چې هغه افغانان دوامدار او ثابت ملاتړ ته اړتیا لري چې د سېلابونو، وچکالۍ، جګړو، امتیازي چلند یا اقتصادي ستونزو له کبله اغېزمن شوي دي.

په افغانستان کې قدرتي پېښو ته د رسېدنې د چارو وزارت طالب چارواکي غلام غوث ناصري پرون (د مې پر شپږمه) مشال راډیو ته وویل چې دوی له سېلاب ځپلو کورنیو او زیانمنو کسانو سره په ګڼو ولایتونو کې د نغدو پیسو، خوړو او نورو اړتیا وړ موادو مرسته کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG