د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د راتلونکي مالي کال بجټ وړاندې کړ


اېتلافي حکومت خپل لومړی بجټ پر داسې مهال وړاندې کړی چې په وروستیو کې پاکستان کې ګراني خورا زیاته شوې - پخوانی انځور.
اېتلافي حکومت خپل لومړی بجټ پر داسې مهال وړاندې کړی چې په وروستیو کې پاکستان کې ګراني خورا زیاته شوې - پخوانی انځور.

د پاکستان اېتلافي حکومت د ۲۰۲۲-۲۳ز مالي کال لپاره د څه د پاسه ۹،۵۰۰ اربه روپیو وفاقي بودیجې قانوني مسوده قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړې ده.

د جون ۱۰مې پر مازیګر د مالي چارو وفاقي وزیر مفتاح اسماعیل په داسې حال کې بجټ وړاندې کړ چې د مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف سیاستوالان په اسمبلۍ کې حاضر نه ول.

اسماعیل وویل، د راتلونکي مالي کال بودیجه به ۹،۵۰۲ اربه روپۍ وي چې د ۲۰۲۱-۲۲ز مالي کال پرتله یو ټرېلیین یا ۱،۰۰۰ اربه روپۍ زیاته ده. ده وویل، د راتلونکي مال کال لپاره یې د ګټو د وفاقي ادارې (اېف بي ار) له لارې د ۷،۰۰۴ اربه روپۍ اټکل شوې ده. په دې توګه، د راتلونکي مالي کال بودیجه وار له مخه له تاوان (خسارې) سره مخامخ ده.

نوموړي وویل، په ۲۰۲۲-۲۳ز کال مالي کال کې یې د اقتصادي ودې کچ ۵ فیصده ټاکلی دی. د ده په خبره، حکومت هڅه کوي چې د هېواد د "کمې امدنۍ څانګې ته اسانتیاوې برابرې کړي" او همداراز، "کورني پیداوار" او صنعت ته وده ورکړي.

د مالي چارو وزیر وویل، حکومت هڅه کوي چې "دوامداره" او چاپېریال ته زیان نه رسوونکې "اقتصادي وده" دود کړي.

مفتاح اسماعیل وویل حکومت د سرکاري کارکوونکو په تنخاګانو کې د ۱۵ فیصده اضافې وړاندیز کړی - د جون ۱۰مې انځور.
مفتاح اسماعیل وویل حکومت د سرکاري کارکوونکو په تنخاګانو کې د ۱۵ فیصده اضافې وړاندیز کړی - د جون ۱۰مې انځور.

اېتلافي حکومت په داسې حال کې خپله لومړۍ بودیجه وړاندې کړه چې قامي اسمبلۍ د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه پر عمران خان د بې باورۍ په حق کې رایه ورکړه او هغه یې د وزیراعظمۍ له دندې ګوښه کړ او په سبا یې شهباز شریف د نوي حکومت د مشر په توګه وټاکه.

مفتاح اسماعیل په خپله وینا کې د کفایت شعارۍ د هغو اقداماتو یادونه وکړه چې وزیراعظم شهباز شریف د جون پر اوومه اعلان کړي ول. ده وویل، وزیران او سرکاري چارواکي به د پېټرولو او ډیزلو استعمال ۴۰ فیصده کموي، حکومت به سرکاري چارواکو ته نوي ګاډي نه ورکوي، او هغوی به په سرکاري خرڅ بهرنیو هېوادونو ته نه ځي.

د بودیجې مهمې برخې

  • د حکومتي کارکوونکو تنخاګانې ۱۵ فیصده لوړول
  • د پېنشنونو (تقاعد) لپاره د ۵۳۰ اربه روپیو اټکل شوی او په دې لړ کې د پېنشن فنډ یا صندوق جوړولو پرېکړه شوې
  • د دفاعي چارو لپاره د ۱،۵۲۳ اربه روپیو بېلولو وړاندیز
  • د پورونو او ورباندې د سود پرې کولو لپاره د ۳،۹۵۰ اربه روپیو اټکل
  • ۸۰۰ اربه روپۍ د پرمختیايي چارو لپاره ځانګړي کول
  • د تعلیمي پروژو لپاره د ۵۱ اربه روپیو بېلول
  • د روغتیا څانګې لپاره د ۲۴ اربه روپیو بېلول
  • د اوبو زېرمو زیاتولو لپاره د هڅو ګړندي کول او د مومندو او دیامیر باشا بندونو د ودانۍ چارې تر وخت مخکې پوره کول
  • په شمالي وزیرستان کې د پوهنتون جوړولو لپاره د پیسو بېلول
  • د شمسي انرژۍ د سامان پر درامد او وېش د ټیکس ختمول
  • حکومت به د بانکي کارډونو (ډېبېټ او کرېډېټ) له لارې له هېواده بهر د پیسو پر استولو مستقیماً مالیه اخلي
  • له ۱،۶۰۰ سي سي څخه پر لویو ګاډو د پېشګي ټیکس زیاتول
  • د دواګانو جوړولو لپاره د شیانو پر درامد د محصول ختمول
  • د چاپېریال ساتنې لپاره د پیسو بېلول

د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل وویل، د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام له لارې له بې وزله خلکو سره د مرستو لپاره د ۳۶۴ اربه روپیو بېلولو وړاندیز شوی چې د روان مالي کال پرتله ۱۱۴ اربه روپۍ زیاتې دي.

د ده په خبره، حکومت هڅه کوي چې په ۲۰۲۲-۲۳ز مالي کال کې د افراط زر (انفلېشن) کچ ۱۱.۵ فیصده ته ښکته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان اقتصاد له تېرو څه د پاسه درو کلونو راهیسې له لویو مشکلاتو سره مخامخ دی. په تېرو کلونو کې په پاکستان کې د بهرنیو پیسو زېرمې کمې شوې دي چې له وجې یې روپۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړی. همداراز، په هغه هېواد کې انفلېشن هم زیات شوی دی او اقتصادي هلې ځلې ټکنۍ شوې.

ای اېم اېف په ۲۰۱۹ز کال کې له اسلام اباد سره د شپږ اربه ډالرو د پور درې کلن تړون کړی وو خو په ۲۰۲۱ز کال کې یې د شرطونو نه پوره کېدو له وجې پاکستان ته د پور ورکړه ودروله. ای اېم اېف له اسلام اباده غوښتي دي چې ولس ته دې د تېلو او انرژۍ په برخه کې ورکړی رعایت ختم کړي.

همدې غوښتنې ته په کتو، د پاکستان حکومت د مې پر ۲۶مه او بیا د جون پر دویمه د یو لیټر پېټرولو او ډیزلو بیې ۳۰، ۳۰ روپۍ لوړې کړې. حکومت د تېلو په بیو کې د زیاتوالي اعلان تر هغه وروسته وکړ چې د مې په اخري اوونۍ کې د اسلام اباد او ای اېم اېف ترمینځ د شپږ اربه ډالرو د پور بحالولو خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې.

په پاکستان کې په تېرو کلونو کې د اقتصادي موقعو کمېدو او د ګرانۍ زیاتېدو ضد لسګونه پراخې مظاهرې شوې دي.

د دې تر څنګ په پاکستان کې د انرژۍ بحران هم روان دی چې له وجې یې په زیاتره سیمو کې ساعتونه، ساعتونه د بجلۍ لوډشیډنګ (برېښنايي پارچاو) کېږي.

بجټ څه ته وايي؟

ټاکل شوې چې د پاکستان قامي اسمبلي غړي د جون پر ۱۳مه مازیګر څلور بجې د بودیجې پر مسودې بجث پیل کړي چې د ممکنه بدلونونو په پایله کې به منظورېږي.

په پاکستان کې حکومت هر کال بودیجه جوړوي چې د جولای پر لومړۍ نېټه د مالي کال تر پیلېدو مخکې یې باید پارلېمان منظور کړي. په هغه هېواد کې مالي کال د جون پر ۳۰مه پای ته رسي او حکومت اکثر په مې یا جون کې نوی بجټ تیاروي او قامي اسمبلۍ ته یې وړاندې کوي.

د اسلام اباد په قایداعظم پوهنتون کې د اقتصاد استاد ډاکتر انور شاه د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ پر ۱۳مه مشال راډیو ته ویلي ول چې حکومتونه بجټ ځکه جوړوي چې د کلنۍ ګټې او لګښتونو یو اټکل وکړي او له هغې سره سم بیا پر پرمختیايي او نورو کارونو پیسې ولګوي. ''حکومت په کال کې یو ځل بجټ پېش کوي او وايي چې زموږ به د کال دومره خرچه وي. لکه فرض کړه چې زموږ به د کال ۱۰ لکه روپۍ خرچه وي او زموږ امدن دی اته لکه [روپۍ]، نو دوه لکه به موږ قرضه اخلو. دا په کال کې یو ځل وي.''

د پاکستان له اساسي قانون سره سم، حکومت باید د پیسو، ټیکسونو، ګټو او لګښتونو په اړه ټولې قانوني مسودې له پارلېمانه منظور کړي.

XS
SM
MD
LG