د مشال راډیو د پخواني خبریال او د قبایلي ضلعو یو نومیالي ژورنالسټ سېلاب مسید پنځم تلین په پېښور کې لمانځل شوی دی. په دې غونډه کې یو شمېر خبریالانو او ځینو حکومتي چارواکو هم ګډون کړی وو. د غونډې ویناوالو د سېلاب مسید د ژوند او کار په اړه د خپلو خیالاتو څرګندونه کړې ده.