د اسټرالیا وزیراعظم وايي بریدګرو له داعشه انګېزه اخیتسې وه
د اسټرالیا چارواکو نن (د ډېسېمبر پر ۱۶مه) وویل چې د بونډي پر ساحل د ډېسېمبر پر ۱۴مه ترسره شوی برید چې د يو پلار او زوی لخوا ترسره شو، له اسلامي دولت وسلوالې ډلې څخه په انګېزې اخیستو ترسره شوی دی. دوی وايي، د بریدګرو په موټر کې یې د داعش ډلې بیرغ هم موندلی دی. د اسټرالیا پولیس وايي، بریدګرو د حنوکا په نوم د یهودیانو په مراسمو ډزې کړې وې چې پکې ۱۵ کسان وژل شوي ول. بل پلو، په بونډي ښار کې خلک د پېښې ځای ته ورځي او د وژلو شویو کسانو په درناوي هلته ګلونه ږدي. د فرانسې خبري اژانس له ویډیو جوړ راپور وګورئ.