د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

په شمالي او جنوبي وزيرستان کې هدفي وژنې ولې زياتې شوې؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:55 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د ضرب عضب او راه نجات په نوم د شويو پوځي عملياتو وروسته په شمالي او جنوبي وزيرستان کې هدفي وژنې بيا زياتې شوې دي. په شمالي وزيرستان کې په تېرو درې کالونو کې ۱۲۰ کسان په نښه شوي دي. هدفي وژنې ولې زياتې شوې؟ د مشال تر رڼا لاندې کې له کارپوهانو سره دا او ورسره تړلې نورې پوښتنې څېړل شوې دي.

د پاکستان نوی قانون د بیان ازادي له ګواښ سره مخامخولای شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:49 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان د ډېجېټل حقونو فعالين او دا رنګه د انټرنېټ او ټېکنالوجۍ نړيوالې کمپنيانې له هغه وروسته اندېښمنې شوې دي چې کله د دې هېواد حکومت د نومبر پر ۱۹مه يو داسې يو رېګولېشن جاري کړ چې پاکستان ټېلي کميونيکشن اتارټي ته د ټولنيزو رسنيو د نظم په برخه کې پراخ واک ورکوي. د نويو قواعدو سره سم، د ټولنیزو رسنیو شرکتونه یا د انټرنیټ سهولت ورکونکي به په هغه صورت کې تر ۳.۱۴ ميليون ډالره جرمانه کيږي که چرې د اسلام بدنامولو، ترهګرۍ ته وده ورکولو، د کرکې او فحاشي خپرولو او يا ملي امنيت ته خطر پېښونکې موادو خپرولو مخنيوي یې ونکړ. تر دې وروسته د انټرنېټ او ټېکنالوجۍ نړيوالو ادارو استازي سازمان اشيا انټرنېټ کولېشن په يو بيان کې خبرداری ورکړی چې دوی ښايي په دې هېواد کې خپل فعاليتونه ودروي. د پاکستان ډېجيټل حقونو په اړه فعالو تنظيمونو او ټولنيزې رسنيو ځینې استعماليونکيو پر دې رېګولېشن تنقيد کړی او دا يې د بيان او اظهار ازادۍ تر پښو لاندې کولو يو کوښښ بللی دی.دا رېګولېشن به په رښتيا هم په پاکستان کې سنسرشپ او د بیان ازادي له منځه يوسي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له کارپوهانو سره څېړل شېوې دي

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG