د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د پاکستان پر سفر دی.

په پاکستان کې د جولای ۲۵ مې انتخاباتو په نتيجه کې د تحريک انصاف د جوړ شوي حکومت وروسته دا لومړۍ ځل دی چې يو لوړ پوړي امريکايي چارواکي ددې هېواد سفر کوي.

د پاکستان او امريکا تعلقات تر بل هروخت زيات خراب دي او د اسلام اباد پر لور د سفر پر مهال مايک پومپيو خبريالانو ته وويل، هيله لري چې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ له سره تعلقات جوړ کړي.

پوښتنه داده چې ايا دا اړيکې له سره جوړېدای شي.؟

دا او ورسره تړلې نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له خبريال او څېړونکي ابوبکر صديق او د پاکستان پخواني ډپلوماټ اياز وزير سره څېړل شوې دي.

د پاکستان اوامريکا تعلقات بيا رغېدلی شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:25 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په پاکستان کې د سپټمبر پر څلورمه نېټه د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره انتخابات کېدونکي دي.

واکمن تحريک انصاف ډاکټر عارف علوي خپل کانديد اعلان کړی دی خو اپوزيشن ګوندونه د يوه اميدوار د درلو پر سر اختلافاتو ښکار شوی دی.

په اتحاد کې شامل پيپلز پارټۍ سېنېټر اعتزاز احسن او بل خوا مسلم ليګ نواز، عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ، نېشنل پارټۍ او متحده مجلس عمل بيا په متفقه توګه مولانا فضل الرحمن خپل کانديدان کړي دي.

تردې وړاندې هم پيپلز پارټۍ د وزيراعظمۍ د څوکۍ لپاره شويو ټاکنو کې په اپوزيشن اتحاد کې شامل مسلم ليګ نواز مشر شهباز شريف ته د ژمنې باوجود ووټونه نه وو ورکړي.

پوښتنه داده چې اپوزيشن ولې وېشل شوی او ددې تقسيم ګټه يې چا ته رسېږي.؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي جنرل سيکرېټري ميا افتخار حسين، د پيپلز ګوند د خېبر پښتونخوا مرستيال مشر اخوندزاده چټان او د سياسي چارو پوه ظفرالله خان سره څېړل شوې دي.

د پاکستان اپوزيشن ګوندونه ولې وېشل شوی او ګټه يې چا ته رسېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:52 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG