د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د پاکستان وزیراعظم یوسف رضاګیلاني له خپل هندي سیال من موهن سینګ سره یو څای د هند په مهالي کې دهند او پاکستان د کرکټ لوبې د کېدو پرمهال
د پاکستان وزیراعظم یوسف رضاګیلاني له خپل هندي سیال من موهن سینګ سره یو څای د هند په مهالي کې دهند او پاکستان د کرکټ لوبې د کېدو پرمهال
د هندوستان د پنجاب ریاست په مهالي کې د پاکستان او هندوستان ترمنځ د کرکټ لوبه روانه ده.د دواړو ملکونو ولسونه په لېوالتیا د کرکټ دا لوبه څاري.

هند او پاکستان له تاریخي پلوه د یو بل دودیزه سیالان دي.او اوس هم د کشمیر په ګډون یو شمېر لانجې لري،نو کرکټ لوبه د دواړو هیوادونو ترمنځ په امن راوستو کې څومره رول لرلای شي.

د مشال تر رڼا لاندې بحث هم دې موضوع ته ځانګړی چې د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو څانګې مشر پروفیسر اعجاز خان خټک او د سیاسي چارو کاپوه ایمل خټک او د پېښور پوهنتون د ماس کمیونیکېشن د څانګې مشر پروفیسر الطاف الله برخه لري.

ددې بحث کوربه عبدالحی کاکړ دی.
Pakistan -- Rescue workers retrieve the body of one of the miners who was killed in a explosion sparked by methane gas inside a coal mine in Surran range, 20Mar2011
Pakistan -- Rescue workers retrieve the body of one of the miners who was killed in a explosion sparked by methane gas inside a coal mine in Surran range, 20Mar2011
د اتوار په شپه د مارچ پر ۲۰ نېټه د بلوچستان مرکز کوټې شمال پلو په ۳۵ کلوميټرۍ کې په سورینج سیمه کي دکویلې په سرکاري کان کې له شوې چاودنې څخه ۴۳ کان کیندونکي مړه شول.


په بلوچستان او د پاکستان په ګڼو نورو برخو کې په بیا بیا د کویلې په کانونو کې چاودنې کېږي او کانکیندونکي په کې مري خو پوښتنه دا ده چې کان کیندونکو ته څومره قانوني حفاۍت حصل دی،دوی د ژوند بیمه هم لري که يه،د صحت ساتنه یې څومره ده، په کان کې د کار کولو پر وخت څومره محفوظه وي .


د مشال تر رڼا لاندې بحث همدې موضوع ته ځانګړی شوی دی.چې له کوټې د بلوچستان د معدنیاتو ډایريکتر جنرل اعظم خان،د بلوچستان د کانکیندونکو د اتحادیې مشر لا لا سلطان ، د بلوچستان د بشري حقونو د سازمان پخوانی مشر ظهور شاهواني اېډوکېټ او د سینې د ناروغیو ډاکټر شېرین په کې ګډون کړی .
ددې بحث کوربه عبدالحی کاکړ دی.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG