د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د باکستان امنیتي ځواکونه د ادېزو کلي کې د ځانمرګي برید وروسته ګشت کوي
د باکستان امنیتي ځواکونه د ادېزو کلي کې د ځانمرګي برید وروسته ګشت کوي
د پیښور په ادیزو سیمه کې د یوې ښځې د جنازې په لمانځه کې یوه ځانمرګي بمي برید څه نا څه ۳۴ تنه وژلي کسان او ۴۰ نور یې ژوبل کړي. دا چاؤدنه د امن لښکر د یو غړي وکیل خان حاجي د میرمنې د جنازې په کې وشوه.

د مشال تر رڼا لاندې بحث دې موضوع ته ځانګړی شوی چې د امن لښکرو پر وړاندې ستونځې څه دي ،حکومتي مرستې ورسره څومره کېږي،او بریالیتوبونه یې څه دي؟

په دې بحث کې د پښتوخوا صوبې د پولیس پخوانی مشر ملک نوید،د ادېزو امن لښکر یو مشر ملک نسیم ،د سیمې د سیاسي چارو کارپوه فرحت تاج او ځايي خبریال ګل رحمان برخه لري.

ددې بحث کوربه عبدالحی کاکړ دی
دپښتون قامي جرګې مشر نواب ایازجوګیزی په قلا سیف الله کېله قبایلي مشرانو سره
دپښتون قامي جرګې مشر نواب ایازجوګیزی په قلا سیف الله کېله قبایلي مشرانو سره
په بلوچستان کي دسړي تښتوني پرضد د دپښتون قامي جرګې مشر نواب ایازجوګیزئي حکومت ته د درو ورځووخت ورکړی دی. چي که په درو ورځوکي دننه تیښتول شوي وکیلان اوججان راخوشي نه کړل شول نو سخت احتجاج به پیل کړي.

د مشال تر رڼا لاندې بحث هم نن دې موضوع ته ځانګړی شوی دی چې په کې له کوټې د جمعیت علما اسلام ضلعي امیر حافیظ حمدالله ،د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبايي مشر عثمان خان کاکړ،د بلوچستان د وکیلانو اتحادیې جنرل سکرېټري ملک امین الله کاکړ او د تاجرانو د اتحادیې صوبايي مشر عبدالرحیم کاکړ پکې برخه لري.

ددې بحث کوربه عبدالحی کاکړ دی.
XS
SM
MD
LG