د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د صوابۍ په ګدون امازۍ کې د ANP د وژل شوي مشر حنف ګل جدون تر څنګ د هغه ماشوم شپږ کلن زوی احمد حنیف هم په ځانمرګي برید کې ووژل شو.نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۱۱م کال
د صوابۍ په ګدون امازۍ کې د ANP د وژل شوي مشر حنف ګل جدون تر څنګ د هغه ماشوم شپږ کلن زوی احمد حنیف هم په ځانمرګي برید کې ووژل شو.نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۱۱م کال
د خېبر پښتونخوا په صوابۍ کي د اختر په لومړۍ ورځ د عوامي نېشنل ګوند يو مشر غړی حنيف ګل جدون په يو ځانمرګي بريد کي ووژل شو.

تر دې وړاندي هم د اختر پر مهال پر يو شمېر سياسي مشرانو ځانمرګي بريدونه شوي دي چي په ګڼ شمېر کي يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دا چي د دغو بريدونو اسباب څه دي او په څه ډول يې مخنيوی کېدای شي؟ د مشال تر رڼا لاندي بحث همدې موضوع ته ځانګړی شوی دی چي احمد شاه اعظمي يې وړاندي کوي.


د اې اېن پي د یوه مشر وژنه او د پښتونخوا امنیتي حالت
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:28:16 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
د پاکستان قبایلي سیمي
د پاکستان قبایلي سیمي
په قبايلي سيمو کی د اصلاحاتو د اعلان وروسته اوس د غلته تر يوه حده سياسي ګوندونو خپلی هلی ځلی پيل کړي دي، خو پوښتنه دا راپورته کيږي چه د نوي سياسي اصلاحاتو په رڼا کی به دغلته راتلونکي انتخابات په څه ډول تر سره کيږي .

په داسی حال کی چه د قبايلي سيمو په زرګونو خلک له خپلو سيمونه بهر په کيمپونو کی د کډوالۍ ورځی شپې صبا کوي او دغلته د امنيت وضع لا تر اوسه د ډاډ وړ نه ده ، دا څرنګه ممکنه ده چه خلک او سياسي ګوندونه به په آزاده توګه او بی له څه خطره په انتخاباتو کی برخه واخلي .

په دی اړه د مشال تر رڼا لاندې بحث لرو ، چه کوربه ي داود خټک دی.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG