د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې دودیزه لویې جرګې ته ولسمشر حامد کرزی وینا کوي.۱۶ نومبر ۲۰۱۱
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې دودیزه لویې جرګې ته ولسمشر حامد کرزی وینا کوي.۱۶ نومبر ۲۰۱۱
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې نن څلور ورځنۍ دودیزه لویه جرګه د سختو امنیتي ګامونو په مینځ کې پيل شوې ده. په هيواد کې له ولسوالو طالبانو سره روغه جوړه او له امریکا سره ممکنه ستراتیژیک تړون ددې جرګې د ايجنډا مهمې برخې دي.

ټاکل شوې روانه لویه جرګه چې پکې څه باندې ۲۰۰۰ کسان برخه اخلي د دې تړون او د سولې په برخه کې د افغان دولت پر دریځ بحثونه وکړي او خپلې سپارښتنې وړاندې کړي. خو له دې جرګې څخه ګاونډي هيوادونه په تيره پاکستان کومې هيلي درلودی شي او د افغانستان او امريکا تر مينځ سټرټيجک تړون د دوی لپاره آيا د انديښنو وړ دی او که نه دا به افغانستان او د سيمي په ثبات تمام شي.

دا او نوري پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له کارپوهانو سره څېړو . په اسلام آباد کې د پاکستان پخواني ډیپلومات او د سيمې د چارو کارپوه آياز وزير او په کابل کې د سياسي چارو کارپوه يونس فکور مو د بحث ميلمانه دي.عبدالحی کاکړ د بحث کوربه دی.

لویه جرګه : د ګانډیانو هیلې او اندېښنې
لویه جرګه : د ګانډیانو هیلې او اندېښنې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:21 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
دخيبر پښتونخوا ټيكسټ بك بورډ چئير مين ډاكټر فضل رحيم مروت
دخيبر پښتونخوا ټيكسټ بك بورډ چئير مين ډاكټر فضل رحيم مروت

دخيبر پښتونخوا ټيكسټ بك بورډ چئير مين ډاكټر فضل رحيم مروت وايې چې له بده مرغه د ملک په تعلیمي نصاب كې د يو ډاكټر او انجنیېر د جوړولو لپاره هڅې شوې دی خو د يو ښه انسان جوړلو لپاره هلې ځلې هومره نه دي .

دی وايي چې د پښتونخوا په نوې نصاب كې به د پښتنو تاريخ سره سره د هغوی مشران او اتلان به هم شاملېږي.دده په خبره چې په نصاب کې به اوس ماشومانو ته د خوشحال خان خټک بابا، رحمان بابا ،احمدشاه بابا ، عبدلصمدخان اڅکزی، حاجي صاحب ترنګزی ،کاکا صنوبر حسین مهمند،خان ،عبدالقیوم خان،مولانا مفتي محمود،عبدالرب نشتر،قلندرمهمند او داسې نورو د ژوند او مبارزې په اړه مالومات ورکول کېږي.

پښتو لیکنه مو تر یو دودلیک لاندې راوستې چې په کابل ،کوټه او پېښور کې په یو لیکډول لیکنې وشې.

په پښتونخوا کې اوس کال هیندارې(کېلېنډر) هم پښتو چاپېږي،چې پکې د باچاخان،عبدالصمدخان اڅکزي ،احمدشاه بابا او داسې نورو اتلانو تصویرونه پکې دي .

له دې علاوه د پښتونخوا حکومت په نقشه کې ،ددې خاورې قدرتي وسایل ښودل شوي چې په سوات کې کوم قدرتي وسایل پیدا کېږي،بجلۍ چېري جوړېږي،ګېس ،تیل ،سنګې مرمر او نور وسایل په کومو سیمو کې موندل کېږي.

د ماشومانو په نصابي کتابونو د شاپاڼه کې د پښتنو د مشهوره سیمو یا ځایونو لکه د خیبر باب ،خیبر دره،بالاحصار کلا،دسوات منظرې د محبت خان جومات ،خوشحال بابا او د رحمان بابا تصویرونه پرې لګول شوي دي.

"د پښونخوا تعلیمي نصاب کې مو د پښتنو اتلان شامل کړي"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:38 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG