عمران یونس په اسلام اباد کې د مشال راډیو همکار دی چې پر بېلابېلو موضوعاتو ویډیوګانې جوړوي چې د مشال راډیو خبریالان بیا ورڅخه راپورونه تیاروي.
د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ویلي دي چې په داسې وخت کې چې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ نښتې کېږي، لا هم د خبرو اترو موقع لري. له مولانا فضل الرحمان سره بشپړه مرکه وګورئ.
د خیبر پښتونخوا د صنایعو او سوداګرۍ خونې مشر وايي، له افغانستان سره د تجارت درېدل په پاکستان کې سوداګرو ته هره میاشت ۴۵ مېلیونه امریکايي ډالره تاوان رسوي. له کاظمي سره بشپړه مرکه وګورئ.
د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د مورنيو ژبو درې ورځنۍ مېله د فبرورۍ پر ۱۵مه پای ته ورسېدله. په هغه مېله کې د پاکستان د نورو ژبو تر څنګ د پښتو ژبې شاعرانو، ليکوالانو او هنرمندانو ګډون کړی وو.
د جماعت اسلامي پخوانی مشر سراج الحق وايي، د پاکستان او افغانستان ترمینځ د سوداګرۍ بندېدو ولسونو ته لوی زیان رسولی دی نو ځکه د لارو ژر بیاپرانیستو هڅې اړینې دي. نوموړي د فبرورۍ پر ۱۵مه له مشال راډيو سره په مرکه کې وویل چې په وروستیو کې کابل ته تللی وو او هلته یې د طالبانو له یوشمېر وزیرانو او چارواکو
د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نژدې په یو امام باړه کې د شوي ځانمرګي په نتیجه کې د وژل شویو چنازې شوې دي. په دې برید کې لږترلږه ۳۱ کسان وژل شوي او په لسګونه نور ټپیان وو. داعش وسلوالې ډلې یې ذمه واري منلې ده.
د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد سره نېږدې په ترلايي کلان سیمه کې پر امام باړې په ځانمرګي برید کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. پولیس وايي، برید د فبرورۍ پر شپږمه د شیعه ګانو د جمعې لمانځه پر مهال شوی دی. د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې. ویډيويي رپورټ.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ویاند وايي، له اسلام اباد سره یې د هغو افغانانو په اړه خبرې روانې دي چې له ۲۰۲۱ز کال راهیسې هغه هېواد ته تللي ول. ده وویل، که پاکستان هغه افغانان په زور ولېږدوي نو ژوند یې له خطر سره مخامخېدای شي. بشپړه مرکه وګورئ.
شنونکي او پاکستاني پوځ له پخواني پوځي چارواکي برېګيډېر ريټايرډ سید نذیر سره په دې اړه مرکه کړې چې بلوڅ بېلتون غوښتونکي منظم شوي او قوي شوي دي او که نه د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارو هغوی کمزوري کي دي؟ له سید نذیر سره بشپړه ويډيويي مرکه وګورئ.
په اسلام اباد کې د ښځو مېلې په نوم دوه ورځنی بازار لګېدلی وو چې پکې بېلابېل شیان خرڅلاو ته ایښوول شوي ول. هغه مېله د فبرورۍ پر لومړۍ پای ته ورسېده چې ورته ګڼ خلک ورغلي ول. د مېلې هدف په کور کې دننه کارکوونکو ښځو ته د کاروبار موقع برابرول ول. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو وايي، په کنګل ژمي کې د خيبر له تيرا څخه خلک کډو کولو ته مجبورول په ولس کې ناهیلې خپروي.
په اسلام اباد کې د ستراتيژیکو مطالعاتو په مرکز کې د کتابتون مشر سید عابد حسین وايي، یو مهال به کتابتونونو ته ډېری خلک ورتلل خو اوس د خلکو پاملرنه کمه شوې ده.
په اسلام اباد کې د ستراتيژیکو مطالعاتو په حکومتي اداره کې د افغانستان، منځني ختیځ او افریقا د څانګې مشره ډاکټر امنه خان وايي چې پاکستان د افغان طالبانو د ملاتړ په تور ۲۰ کاله بدنامي يووړه.
د بلوچستان د سوداګرۍ خونې يا چيمبر اف کامرس مشران اسلام اباد ته تللي دي. دوی له حکومتي چارواکو سره په ملاقاتونو کې ويلي چې که له افغانستان سره د چمن – سپين بولدک، تورخم او نورې لارې خلاصې نه شي نو د سوداګرو روان د ميليونونو ډالرو نقصان به لا ډېر شي.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د جونيير جناح ټرسټ په نوم یو خیریه بنسټ د بالغو نجونو او ښځو لپاره وړیا ښوونځی پرانیستی دی. په ښوونځي کې داسې ښځو ته د ځیرک موبایل په مرسته تعلیم ورکول کېږي چې په ټول ژوند کې ښوونځي یا سکول ته نه دي تللې. تفصیل په ویډيويي رپورټ کې.
د پاکستان له نورو برخو سرښار اسلام اباد ته د مزدورۍ لپاره ورغلي مزدوران په یخ ژمی کې هم د سړکونو پر غاړه څملي.
د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي ویلي چې د پنجاب په راولپېنډۍ کې د اډیالې زندان چارواکو یو ځل بیا د خپل ګوند پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) له بنسټګر او پخواني وزیراعظم عمران خان سره لیدو ته نه دې پرېښی. ویډیويي رپورټ.
د تحریک انصاف پلویانو د پاکستان په سر ښار اسلام اباد کې د مظاهرې پر مهال له حکومته غوښتنه وکړه چې د ګوند له باني عمران خان سره دې د هغه د کورنۍ او ګوند غړو ته د ملاقات اجازه ورکړل شي.
په پاکستان کې د تازه مېوو سوداګر وايي چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د لارو د تړل کېدو له امله اوس له ايرانه تازه مېوې واردوي. دوی وايي، له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د لارو بندېدو د تازه مېوو تجارت په ټپه درولی چې له کبله يې د پاکستان سوداګرو ته مالي زیانونه رسېدلي دي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د نومبر پر اتلسمه د پاکستان اپوزيشن ګوندونو اتحاد، تحفظ ايين پاکستان د سپريم کورټ مخې ته د ۲۷م اييني ترميم پر ضد احتجاج وکړ. د احتجاج کوونکو په وينا په دې ترميم سره د سپريم کورټ اختيارات محدود کړل شوي دي. خو د پاکستان د قانون وزير، اعظم نذير تارړ وايي چې په سپريم کورټ د کار زور کم کړی دی.
په اسلام اباد کې د نومبر له اوومې ۱۰ ورځنۍ کلتوري مېله پیل شوې ده. په دې مېله کې د خیبر پښتونخوا دوديز خواړه او لباسونه هم نندارې او خرڅ ته وړاندې شوي دي. مسوولین یې وايي د مېلې يو هدف په لاس د جوړو شویو شيانو هنرمندانو ته د کاروبار موقع برابرول هم دي. نور حال د مشال راډیو په دې راپور کې وګورئ.
نور وښیئ