عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
د پاکستان سپريم کورټ له خوا د توهين رسالت له تورونو پاکه شوې عیسوۍ ښځه اسيه بي بي له هېواده بهر تللې ده.
د پاکستان پخوانی وزيراعظم نوازشريف د ضمانت مودې تر ختمېدو وروسته د مۍ بېرته د کوټ لکپت زندان ته تللی. هغه د زرګونو ملاتړو په بدرګه کې له خپله کوره زندان ته رخصت کړل شو.
د پاکستان کراچۍ ښار کې د لاسپوڅو له لارې ماشومانو ته يوه ډرامه ښودل شوې چې پکې د مينې، سولې او مذهبي همغږۍ تبليغ شوی دی. تېسپيانز نومې تهېټر ددې ښار په ۱۱ نورو بې وزله سيمو کې د دغسې ډرامو وړاندې کولو اراده لري.
په خېبر پښتونخوا کې نن دوشنبه لومړۍ روژه ده او په نور پاکستان کې به د مۍ پر ۷ مه نېټه روژه پېلېږي. په دې هېواد کې په تېر يوکال کې د خوراکي توکيو قيمتونو بېخي زيات شوي دي.
ډاکټر اقبال احمد په ۱۹۵۶ز کال کې په سياسياتو کې د پي اېچ ډي لپاره له پاکستانه امريکا ته ولاړ او له رسېدو سره
په پاکستان کې د اپرېل په میاشت کې د پولیو واکسیني کیمپېن تر لانجمنېدو وروسته شاوخوا ۱۴ لاکه ماشومان له څاڅکو پاتې شول. چارواکي وايي، د دې لامل د هېواد
په کابل کې داسې يو مرکز جوړ شوی چې پکې نه يوازې د څلورو لسېزو په جګړه کې د وژل شويو کسانو د ورځني استعمال شيان اېښودل شوي دي بلکې د قربانيانو خپلوان راغونډېږي او د وژل شوي خپلوانو په اړه دردونکې کیسې سره شريکوي.
په ۱۹۸۰ز لسیزه کې پخواني شوروي اتحاد له افغانستانه سلګونه یتیم ماشومان روسیې ته بیولي ول او غوښتل یې چې هغوی وروزي او بیا یې پر افغانستان واکمن کړي. د اتحاد تر ړنګېدو وروسته اکثره ماشومان اروپايي هېوادونو ته ولاړل خو محمد نصیر پاتې شو.
د افغان کرکټ لوبډلې کېپټن ګلبدين نايب په راتلونکې نړيوال کپ کې خپل ښه چانس ويني. د اصغر افغان پر ځای د مشر په توګه د ټاکل کېدو لانجه ګلبدين نايب ته ننګونکې نه ښکاري بلکې دا يوه ښه تجربه ګڼي.
د پاکستان کراچۍ پر سړکونو د موټرسايکل چلونکيو جينکو شمېر ورځ تر بلې زياتېږي. که يو طرف ته موټرسايکل چلول ښځو ته پخپله خوښه د سفر ازادي ورکوي نو بل لور ته يوشمېر کسانو پر دوی دغه ازادي پېرزو نه ده. داوخت په کراچۍ کې د موټرسايکل د زدهکړو يو سکول ۷۰۰ جينکۍ روزي.
د بشري حقونو نړیوال او کورني سازمانونه او فعالان وايي، په افغانستان کې اوس هم ګڼې ښځې د کورني تاوتریخوالي ښکارېږي. خدیجه یو له هغو ښځو څخه ده چې مېړه ورباندې تشدد کړی.
د پاکستان حکومت د اپرېل پر ۲۷مه تر هغې وروسته په هېواد کې د پولیو واکسیني کیمپېن تر نامعلومې مودې وځنډاوه چې په اړه یې اوازې خپرې شوې او پر روغتیايي کارکوونکو بریدونه وشول.
د امريکا له لورې پر تهران زياتېدونکيو اقتصادي بنديزونو د ايراني وګړيو ژوند له ستونزو سره مخامخ کړی دی. د ايران د شمارياتو مرکز وايي، د ۲۰۱۹ م کال مارچ او اپريل مياشت کې د تېر کال په پرتله ګراني شاوخوا ۵۰ فيصده زياته شوې ده.
نړيوال شهرت لرونکی فرانسوي ډيزاينر د پېښور څپلۍ نقل جوړ کړی او په دې ډيزاين کې يې يو نوی برانډ بازار ته راوړی دی.
د هند په کرناټکا ایالت کې ګڼو خلکو د اور کلنۍ مېله لمانځلې. په دې مېله کې خلک په دوو ډلو وېشل کېږي او بیا په یو بل اور شیندي. په اړه یې د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اپرېل پر ۲۱مه د ایران په دوه ورځني سفر مشهد ته ورسېد. لوړپوړي ایراني چارواکي د نوموړي ستړي مه شي ته ورغلي ول. په اړه یې د اژانس فرانس پرېس ویډیويی رپورټ وګورئ.
پرلتوال غوښتنه کوي چې تر ناامنیو او پوځي عملیاتو وروسته یې چې کورونه ړنګ شوي ول، نو حکومت دې ورته له سروې سره سم تاوان ورکړي.
د ۵۰ کلن عقل خان زوی رضوان الله خان د اپريل پر ۲۱ مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې پلار يې د شنبې پر ورځ په پېښور کې خوشی شو.
په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د جګړې په اړه يو فلم لانجمن شوی دی. د فلم نوم افغانستان پرېښودل دی خو پر فلم د روسيې هغو پخوانيو عسکرو او قوماندانانو نيوکه کړې چې په افغانستان کې جنګېدلي دي. انتقادکوونکي وايي چې په فلم کې د پخواني شوروي اتحاد د سرتېرو غير ملي انځور ښودل شوی دی.
پاکستان هيومن رايټس کميشن د اپريل پر ۱۵ مه نېټه په خپور شوي خپل کلني رپورټ کې ويلي چې په پاکستان کې رسنۍ له سنسر شپ سره مخامخ دي.
نور وښیئ