د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان مسودو له ۱۸ ورځو راهیسې پرلت وهلی دی


مسود وايي، حکومت دې د ړنګو کورونو تاوان ورکړي
مسود وايي، حکومت دې د ړنګو کورونو تاوان ورکړي

پراګ - د جنوبي وزيرستان د مسودو سيمې ګڼو کسانو په ټانک کې پرلت وهلی دی.

دوی غوښتنه کوي چې تر ناامنیو او پوځي عملیاتو وروسته یې چې کورونه ړنګ شوي ول، نو حکومت دې ورته له سروې سره سم تاوان ورکړي.

د جنوبي وزيرستان انتظامي مشر یعنې ډېپټی کمشنر دفتر مخې ته د مسودو سيمې ګڼو کسانو له تېرو ۱۸ ورځو راهیسې پرلت وهلی چې ورته د مختلفو سياسي ګوندونو ملاتړ هم تر لاسه دی.

په سروې کې د متاثره خلکو په اړه غلط مالومات درج شوي ول نو ځکه حکومت منسوخه کړه.
يوسف علي

د ناستې يو مشر محمد نديم عوام دوست د اپرېل پر ۲۱مه مشال راډیو ته وويل، په جنوبي وزيرستان کې د پوځي عملياتو پرمهال د خلکو کورونه او کاروباري مرکزونه وران شوي ول چې حکومت يې د تاوان ورکولو لپاره سروې کړې وه.

نوموړي زياته کړه، دا سروې په څلورو مرحلو کې شوې وه خو د څلورمې سروې متاثره خلکو ته چې د ده په وينا، شاوخوا ۳۰ زره کسان جوړېږي لا هم پیسې نه دي ورکړل شوي.

هغه وايي، د څلورمې سروې د ۱۹ زره کسانو فارمونه حکومت رد کړي دي نو ځکه غوښتنه کوي چې سروې دې بحاله شي او خلکو ته دې پیسې ورکړل شي.

عوام دوست زياتوي، حکومتي چارواکي اعلانونه کوي چې په راتلونکو ۱۰ کلونو کې به په وزیرستان کې پرمختيايي کارونه وکړي خو د ده په خبره، تر هغو چې د خلکو کورونه و نه رغول شي او خپلو سیمو ته ستانه نه شي، نو وزیرستان نشي ابادېدای.

سروې په څلورو مرحلو کې شوې وه خو د څلورمې سروې متاثره خلکو ته چې شاوخوا ۳۰ زره جوړېږي لا هم پیسې نه دي ورکړل شوي.
محمد نديم عوام دوست

د حکومت او پرلتوالو ترمنځ په وار وار مذاکرات شوي دي خو لا یې هم نتيجه نه ده ورکړې.

د جنوبي وزيرستان د سب ډويژن سروکۍ اسېسټنټ کمېشنر يوسف علي مشال راډیو ته وويل، په سروې کې د متاثره خلکو په اړه غلط مالومات درج شوي وو نو ځکه هغه منسوخه شوه.

نوموړي زیاته کړه، دوی شپږ کسيزه کمېټي جوړه کړې چې د سروې له سره جاج واخلي.

د ده په وينا، په دې کې درې استازي د حکومت او درې د مسودو دي او دوی پرلتوالو ته ويلي چې هم په دې ډول یې ستونزه حلولی شي.

خو محمد نعيم عوام دوست وايي، تر دې وړاندې يې هم احتجاجونه کړي او هر ځل حکومت ورسره وعدې کړي خو سر ته يې نه دي رسولي.

د ده په وينا، دا وار دوی پوخ هوډ کړی چې د ستونزې تر حلېدو پورې به احتجاج ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG