عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
ډاکټران او حکومت له دې ناروغۍ د ځان خوندي کولو يوازينی علاج صفايي په تېره بيا په بيا بيا لاسونه وينځل يادوي.
پروفېسر ډاکټر فخرالاسلام هر سهار خپلې دواړه لوڼه روغتونو ته وړي چې هغوی هلته د ناروغانو علاج وکړای شي.
په نړۍ کې د کورونا وایرس وبا له وجې پر روغتونونو او روغتیاپالانو بار (بوج) زیات شوی دی. په پاکستان کې هم زرګونه کسان ناروغه دي چې پکې یې ځینې په روغتونونو کې بستر دي.
د مشال راډیو په دې بحث کې هم ددې جاج اخيستل شوی چې د پاکستان سياست او د بورې او اوړو کاروبار له يو بل سره څنګه تعلق دی؟
په پاکستان کې کورونا وايرس نه يوازې وګړي ځپلي بلکې ګڼ شمېر کورني څاوري يې هم ځورولې دي. د بازارونو د تړل کېدو له کبله د څارويو خرڅولو په دکانو کې په پنجرو کې بند يو شمېر حيوانان له لوږو تندو مړه شوي دي.
د کورونا وايرس د مخنيوي يا درملنې په اړه عامو خلکو ځينې داسې خبرې مشهوره کړې چې د ډاکټرانو په وينا هيڅ ساينسي اساس نلري. په دې کې تودې اوبه څکل، ځینې سبزيانې خوړل او د اېشېدلو اوبو بخار
په کراچۍ کې چارواکيو يو داسې مرکز جوړ کړی چې پکې خلک په مرټر کې ناست د کورونا وايرس معاينه کولای شي. خو دوی وايي، چې ددې لپاره په ټيليفون له مخه وخت اخيستل کېږي. د فرانس اژانس ويډيويي راپور عبدالحي کاکړ پښتو کړی دی.
کورونا وايرس پخپله د دغو ډاګټرانو ژوند څومره اغېزمن کړی دی.؟ په دې اړه د مشال راډيو ځانګړی بحث واورئ.
د هسپانیې یوه ښځه تر ۱۴ ورځې درملنې وروسته د کورونا وایرس له ناروغۍ رغېدلې. د پاخه عمر دې ښځې په روغتون کې د خپلې زوکړې ۱۰۱مه کلیزه ولمانځله. نور د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې.
په پاکستان کې پوليس د خلکو ترمنخ د ټولننېزې فاصلو ساتلو په اړه د حکومتي امر په عملي کولو کې له مشکلاتو سره مخامخ دي. په کراچۍ کې تېره ورځ خلکو د هغو ګاډو لوټولو کوښښ وکړ چې په دوی کې يې خواړه وې
خو ډاکټران وايي چې تراوسه پورې ليدل شوي چې يو څوک پیاوړي قوت مدافعت ولري د هغه وجود د ايرس په ښه توګه مقابله کولای شي.
افغان ولسمشر تېره اوونۍ په هېواد کې د کورونا وايرس د مخنيوي په خاطر د ۱۰ زرو بنديانو د خوشي کولو فرمان جاري کړی وو. په دې تړاو د مارچ پر ۳۰ مه نېټه د هرات له زندان څخه ګڼ شمېر بنديان خوشي شول.
د مشال راډيو په دې بحث کې جاج اخيستل شوی چې د دفتر کار پر کور کولو ګټې او تاوانونه څه دي او پر کور د دفتر کار کولو پر مهال کومې خبرې په پام کې نيول پکار دي.؟
د بلوچستان ټايمز ويبپاڼې ايډيټر ساجد حسين بلوڅ په سويډن کې لادرکه شوی دی. د نوموړي ملګري وايي چې هغه د مارچ له دوهمې راهيسې ورک دی.
د کورنا وايرس خپرېدو د مخنيوي په لړ کې په نړيواله کچه د حکومتي ګامونو په نتيجه کې ګڼ شمېر خلک پر کورونو ناست دي.
په کابل کې د مارچ پر ۲۵مه نېټه پر یوه درمسال شوې حمله کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي. وژل شوي او زخميان ټول ولسي وګړي دي. د افغانستان د سیکانو د ټولنې استازي نریندر خالصه مشال راډیو ته وویل چې لږترلږه ۱۵۰ کسان د حملې په ځاي کې راګیر ول.
په چين کې کورونا وايرس ضد واکسينو ازموينې اجازه ورکړل شوې ده. د نړۍ په نورو برخو کې هم ساینسپوهان د واکیسن په جوړولو بوخت دي. وايرس د مارچ تر ۱۸مې پورې تر دوه لکه زيات کسان اغېزمن کړي او تر اته زره زيات يې وژلي دي.
په پاکستان کې د کورونا وايرس خورېدو له کبله په ځینو ښارونو کې ماسکونه ختم شوي او په ځینو کې که شته هم نو قيموتونه يې بېخي زيات شوي دي. دغه هېواد ماسکونه له چين څخه ورواردوي خو د کورونا وايرس خورېدو وروسته د چين صادرات له خنډونه سره مخامخ دی.
ملخانو په پاکستان کې فصلونه تباه کړي دي. ملخان له افريقايي هېوادونو څخه هند او ايران او پاکستان رسېدلي دي. کارپوهان وايي چې ملخان په يوه ورځ کې ۲۰۰ کلوميټره سفر کولای شي.
د مارچ پر نهمه، محمد اشرف غني د دویم ځل لپاره د ولسمشرۍ لوړه وکړه. مراسمو پر مهال د چاودنو اوازونه واورېدل شول او ځینو خلکو چې منډه کړه نو نوموړي ورته وویل چې نه دې وېرېږي. په چاودنو کې د مرګ ژوبلې هېڅ رپورټ نه دی ورکړل شوی. نور په ویډیو کې.
نور وښیئ