د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سويډن کې لادرکه خبريال ساجد حسېن بلوڅ څوک دی؟


ساجد حسېن بلوڅ
ساجد حسېن بلوڅ

د بلوچستان ټايمز ويبپاڼې ايډيټر ساجد حسين بلوڅ په سويډن کې لادرکه شوی دی. د نوموړي ملګري وايي چې هغه د مارچ له دوهمې راهيسې ورک دی.

ساجد حسين بلوڅ د بلوچستان په تربت مند کې زېږېدلی خو ستر شوی او زده کړې يې په کراچۍ ښار کې کړې دي. تر لادرکه کېدو څو ساعته وړاندې هغه د سويډن په سټالکهوم ښار کې له خپلو ملګرو عبدالمالک او تاج بلوڅ سره ليدلي ول. نوموړی له عبدالمالک سره په کور کې اوسېده.

عبدالمالک د مارچ پر ۳۰مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې ساجد حسين ته د سويډن په مشهوره اوپساله پوهنتون کې داخله ترلاسه شوې وه او هغه د اوسېدو لپاره هلته يوه کوټه په کرایه اخیستې وه.

ساجد حسين بلوڅ زياتره خبرونه، تحقيقاتي رپورټونه او ليکنې په بلوچستان کې په زوره د ورک کړل شويو بلوڅانو او د مخدره مواد د قاچاقبرانو په اړه جوړ کړي ول.

د نوموړي په خبره، د مارچ پر دوهمه نېټه هغه دده له کوره کډه شو او اوپساله ته ولاړ خو چې کله يې يو ساعت وروسته وربسې ټېلیفون وکړ هغه اوچت نکړ.

نوموړی زياتوي: ((د غرمې شاوخوا دوه بجې ساجد بېرته ټېلیفون را وکړ او وې ويل چې دا وخت د کوټې د چابۍ اخيستو لپاره د کمپنۍ په دفتر کې ناست یم او چې کمرې ته ولاړ شم نو ټېليفون به درته وکړم.)) خو د عبدالمالک په وينا، ساجد وروسته ټېلیفون ونکړ. کله چې عبدالمالک بيا زنګ ورته وواهه نو ټېليفون يې بند وو.

د لادرکه خبریال، ساجد حسېن بلوڅ ورور واجد بلوڅ د مارچ پر ۳۰مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې ساجد حسين د مارچ پر لومړۍ نېټه په کوټه ښار کې له خپلې مېرمنې شهناز بلوڅ سره خبرې شوې وې خو چې کله هغې د مارچ پر دوهمه نېټه هغه ته په ټېلیفون مېسېجونه يا پېغامونه ورولېږل نو ور ونه رسېدل.

د نوموړې په وينا، وروسته په سويډن کې د ساجد ملګرو دوی خبر کړل چې هغه لادرکه دی. د ساجد په دې ملګرو کې په سويډن کې مېشت تاج بلوڅ هم دی. نوموړي مشال راډيو ته وويل چې تر ډېرو هڅو وروسته چې کله له ساجد سره رابطه ونشوه نو دوی اندېښمن شول او د مارچ په درېيمه پوليسو ته ورغلل.

پولیس څه وايي؟

د تاج بلوڅ په خبره پولیسو د ساجد لادرکي ځکه جدي وانخيسته چې په سويډون کې په يخنۍ کې په زرګونو کسان ځانونه تنها کړي چې په اړه يې کورنیو ته مالومات نه وي خو په ګرميانو کې هغوي بېرته راڅرګند شي.

د تاج بلوڅ په وينا، د پوليسو د ساجد د لادرکۍ په اړه هم د هغه د ګوښه کېدو يا تنها کېدو ګومان وو خو دوی هڅه وکړه چې پوليس قانع کړي چې ساجد تنها شوی نه دی بلکې ورک دی.

په سويډڼ کې د ساجد حسېن بلوڅ غېبیدلو ځکه اندېښنې راپارولې چې د نوموړي په پلرنۍ صوبه بلوچستان کې ګڼ خلک لادرکه دی. په پاکستان کې د لادرکه بلوڅانو لپاره کارکوونکی تنظیم،‌ وايس فار ميسینګ بلوچ پرسنز په بيا بيا تور لګوي چې په امنيتي ځواکونو په زرګونو بلوڅان غېب کړي دي.‌ د پاکستان پوځ په زرګونو خلکو د ورکېدو خبره نه مني او وايي چې کوم خلک غېب شوي دي،‌ د هغوی د موندلو لپاره يو حکومتي کمېشن کار کوي.

ژوند ته د ورپېښ خطر له وجې، ساجد حسېن بلوڅ په ۲۰۱۲م کال پاکستان پرېښود او لومړی عمان، بيا يوګنډا، دوبۍ او بلاخره سويډن ته ولاړ.

د ساحد حسېن بلوڅ ملګری تاج بلوڅ زياتوي کله چې پوليسو د دوی خبره سنجيده ونه ګڼله نو دوی په دغه هېواد کې د لادرکه کسانو لپاره کار کوونکي له يوه سازمان سره تماس وکړ او د مسلې پر حساسيت یې پوه کړل.‌ تر دې وروسته چې کله هغوی دا خبره را پورته کړه نو پوليسو د مارچ پر پنځمه نېټه مقدمه درج کړه. خو دده په وينا، په سويډن کې شخصي راز ډېر مهم وي نو ځکه پوليس د ساجد د کورنۍ پرته بل هيچا ته حال نه ورکوي.

واجد بلوڅ وايي چې د ساجد مېرمن شهناز له پوليسو سره په تماس کې ده خو دده په خبره هغوي هم دومره مالومات ورکوي چې لټون يې پیل کړی او چې کله په تحقيقاتو کې څه پرمختګ وشي نو ورسره شريک به يې کړي.

بي بي سي د سويډن پوليسو په حواله لیکلي چې دوی د پېښې پلټنه کوي او په دې اړه به نور مالومات د ساجد له کورنۍ سره شريکوي. پوليسو زياته کړې چې د ساجد حسين له خونې يې د هغه لېپ ټاپ او بېګ ترلاسه کړی خو پاسپورټ او نور کاغذونه يې ورک دي.

ساجد حسېن په کومو راپورونو کار کړی؟

۳۹ کلن ساجد حسين د خبريال په توګه په ۲۰۱۲م کال کې له لاهوره چاپېدونکي ډيلي ټايمز ورځپاڼې لپاره کار پیل کړ او په وروسته کلونو کې د انګريزي ژبې ورځپاڼې دي نيوز انټرنېشنل د خبرونه څانګې ايډيټر يا مدير شو.

نوموړي زياتره خبرونه، تحقيقاتي رپورټونه او ليکنې په بلوچستان کې په زوره د ورک کړل شويو بلوڅانو او د مخدره مواد د قاچاقبرانو په اړه جوړ کړي ول. په ۲۰۱۲م کال کې په کوټه ښار کې د هغه کور ته نامالومه وسله وال ورغلل خو دی پر کور نه وو نو هغوي له ځان سره د هغه شخصي سامان يووړ.

د خبريال ساجد حسېن بلوڅ لادرکۍ د هغه خپلوان او دوستان ځکه ډېر اندېښمن کړي دي چې پاکستان کې ګڼ بلوڅان يا غېب کړل شوي او یا یې هم مړي موندل شوي دي. خو د سويډن پولیسو وايي د ساجد حسېن د موندلو لپاره يې هڅې پېل کړې دي

د هغه د ملګري،‌ تاج بلوڅ په خبره، ژوند ته د ورپېښ خطر له وجې ساجد حسېن بلوڅ په ۲۰۱۲م کال کې بيا پاکستان پرېښود او لومړی عمان، بيا يوګنډا، دوبۍ او اخر سويډن ته ورسېد.

نوموړي په پاکستان کې د خبريال په توګه دورپېښ خطر په اساس په ۲۰۱۹م کال کې په سويډن کې پناه ترلاسه کړه.

تاج بلوڅ وايي چې په اوپساله پوهنتون د ايراني ژبو څانګه کې د بلوڅي او انګريزي قاموس جوړولو په پروژه باندې له تېرو ۱۷ کالونو راهيسې کار روان وو چې په بشپړېدو کې يې ستونزې وې خو دده په وينا، کله چې دا کار ساجد حسين ته وسپارل شو نو دا قاموس په درې مياشتو کې تيار شو.

هم له دې کبله د ايراني ژبيو څانګې مشرې کرينه جهان، ساجد حسين وهڅاوه چې له اوپساله پوهتونه ماسټري وکړي. له پوليسو سره د ساجد حسين د لادرکۍ رپورټ کرينه جهان درج کړی دی.

XS
SM
MD
LG