د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وايرس: په خلکو کې د پاکۍ رجحان زيات شوی دی


ډاکټران وايي، لاس وينځل د کورونا وايرس مخنیوی کولای شي.

د بنو اوسېدونکي قاري حامد په ټول ژوند کور ته صابن نه وو وړی خو د کورونا وايرس تر خپرېدو وروسته يې په لومړي ځل جراثيم وژونکی صابن وړی چې نه يوازې پخپله بلکې د کورونيو په نورو غړيو هم ټينګار کوي چې لاسونه بيا بيا ووينځي.

د نورو خلکو په شان ده ته هم پاکي نيم ايمان ښکاري او د ورځې پنځه وخته اودس کوي خو په وينا يې د پاکۍ د نيم ايمان عملي بڼه يې په خلکو کې د کورونا وايرس له خپرېدو وروسته لیدلې ده.

د ده په خبره: "ما به کورته شېمپو راوړلی چې ورباندې به مو لامبل خو د کورونا وايرس خپرېدو وروسته مې کورته صابن راوړی او هر نیم ساعت وروسته او يا له يو چا سره تر روغبړ پس په صابن لاسونه وينځم."

يوازې قاري حامد نه دی چې د ځان پاکۍ ته يې پام اوښتی بلکې د کورونا وايرس تر خپرېدو وروسته په نړيواله کچه خلکو د ځان صفايي جدي اخيستې ده.

د کورونا وايرس خپرېدو وروسته مې کورته صابن راوړی او هر نېم ساعت وروسته او يا له يو چا سره تر روغبړ پس په صابن لاسونه وينځم.
قاري حامد

دا چې د کورونا واکسين لا هم جوړ شوي نه دی، ډاکټران او حکومت له دې ناروغۍ د ځان خوندي کولو يوازينی علاج صفايي په تېره، بيا بيا لاسونه وينځل يادوي.

د پېښور حيات شېرپاو روغتون د کېنټين مشر سيد جلال به هم پخوا په اوونۍ کې يو ځل لامبل خو اوس يې په خبره هره ورځ لامبي.

د نوموړي په خبره، د کېنټين ټولو کارکوونکيو ته يې ويلي چې ماسکونه دې تړي او ځان او چاپېريال دې پاک ساتي.

نوموړي د اپرېل پر ۱۵مه مشال راډيو سره د خبرو پر وخت زياته کړه،

"د کورونا وايرس خپرېدو وروسته په ورځ کې شپږ اوه ځله لاسونه وينځم، پخوا به مې په يوه يا بله جمعه غسل کاوه خو اوس د ورځي يو ځل خامخا لامبم."

صابن زما قانون!
صابن زما قانون!

ډاکټران هم وايي چې دوی د پخوا په پرتله په خلکو کې د صفايي په اړه پوهه او احساس زيات ليدلی دی.

ډاکټر شمس وزير د درملو متخصص دی، زيات کار يې د ولسي طب په برخه کې کړی او داوخت د ولسي طب له پلوه پر کورونا وايرس څېړنې کوي.

نوموړي مشال راډيو ته وويل چې په خلکو کې يې د ځان پاک ساتلو رجحان ليدلی دی.

هغه وايي ان يوه ورځ پو کليوال کس ورڅخه وپوښتل چې ډاکټر صيب اورېدلي مې دي چې کورونا وايرس له ځناورو څخه لګېږي نو ايا موږ د خپل کور څاوري هم وينځو او که نه؟

خلک بايد هره ورځ غاښونه، بدن، جامې، کور، کوټه، تشناب او د کارکولو ځای و وينځي او پاک يې وساتي.
ډاکټر شمس وزير

هغه زياته کړه،

"ماته دوستان او خپلوان راځي او ټېلېفونونه کوي او د پاکۍ په اړه راڅخه پوښتنې کوي."

خو د ډاکټر شمس وزير په وينا، د دې مانا دا نه ده چې ۱۰۰ فيصده خلکو د ځان پاک ساتلو ته پام ګرځولی دی بلکې د ده په خبره دا ښايي ۲۰ يا ۳۰ فیصده خلک کوي.

نوموړی وايي يو بل مهم اړخ دا دی چې خلک يوازې لاس وينځلو ته صفايي وايي چې د ده په خبره دا د پاکۍ ډېر محدوده تعريف دی.

د ده په وينا، خلک بايد هره ورځ غاښونه، بدن، جامې، کور، کوټه، تشناب او د کارکولو ځای و وينځي او پاک يې وساتي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG