احمد میلاد نسیمي په پراګ کې د مشال راډیو د سټوډیو تخنیکي چارې پر مخ وړي او وخت په وخت ویډیوګانې هم اېډېټ کوي.
اسراییلو او امریکې د مارچ پر شپږمه هم د ایران په سرښار تهران درنو حملو ته دوام ورکړی دی. پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو تایید شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې په تهران کې ځیني دولتي ودانۍ سختې زیانمنې شوې دي. د مشال راډیو د ایرانۍ څانګې (راډیو فردا) له ویډیو جوړ راپور وګورئ.
پر ایران د امریکې او اسراییلو بریدونو د هغه هېواد ځیني اوسېدونکي ګاونډیو هېوادونو ته په اوښتو مجبوره کړي دي. په دوی کې ځینې یې ارمینیا ته هم اوښتي او وايي، د ژوند د خوندیتوب په موخه یې دا ګام اوچت کړی دی. د فرانسې خبري اژانس له ویډیو جوړ راپور وګورئ.
د امريکا او اسراييل چارواکي وايي چې د مارچ پر لومړۍ نېټه یې هم پر ایران بریدونو ته دوام ورکړی دی. د دواړو هیوادونو له خوا داسې ویډیوګانې خپرې شوې دي چې له جنګي بېړیو الوتکې پورته کېږي او بیا د بمونو غورځول ښودل شوي دي.
امریکا او اسرايیليو د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران پراخ هوايي بریدونه پيل کړي دي. بلخوا ايران پر اسراييلو د ځوابي بريدونو تر څنګ په خلیجې هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو توغندي ویشتي دي.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د فبرورۍ پر ۲۴مه د کانګرس ګډې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې هغه به هېڅکله اجازه ورنکړي چې ایران اټومي وسله ترلاسه کړي.
د هند وزیراعظم نریندرا مودي د فبرورۍ پر ۱۴مه په اسام کې یوه نوې ځغاستلیکه پرانیسته چې پکې جنګي مشقونه ترسره کېږي او د بیړني حالت پر مهال ترې ګټه اخیستل کېدای شي. د پرانیستغونډې پر مهال د هند د هوايي ځواکونو د رافایل او نورو جنګي الوتکو نمایش هم وښودل شو.
د علي رضا کرمي په نامه ایراني ځوان یو سپی په ډېره مینه ساتلی وو. نوموړي وصیت کړی وو چې کله مړ شي نو د هغه جسد دې سپي ته وروښودل شي.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۱مه د سویټزرلینډ په داووس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم غونډې ته په وینا کې یو وارې بیا د ګرینلینډ د ترلاسه کولو یادونه وکړه خو ویې ویل چې دې موخې ته د رسېدو لپاره د ځواک استعمالولو هوډ نه لري.
په ايران کې د روانو حکومت ضد مظاهرو په ترڅ کې د وژل شويو کسانو شمېر له ۲،۰۰۰ اوښتی دی. په عين حال کې د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ خبرداری ورکړی دی چې که ایراني چارواکي د مظاهرچيانو وژنو ته دوام ورکړي، نو د امريکا لخوا به له سخت غبرګون سره مخامخ شي.
په فيليپين کې د کاتولیک عیسویانو یو له تر ټولو لویو کلنيو مذهبي مراسمو کې عقيدت مندانو ګډون کړی او پلازمېنه منيلا کې ګڼ ګوڼه زښته زياته شوې ده. هلته زرګونه کسان د حضرت عيسا عليه السلام د تاریخي مجسمې د لېدلو او لمس کولو لپاره راټول شوي ول. د رويټرز اژانس ويډيويي رپورټ:
روسیې د جنورۍ پر اتمه او نهمه د اوکراین پر غربي سیمو او مرکز کییف لویې حملې کړې دي چې پکې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او تر ۲۰ زیات ژوبل دي. د مشال راډيو د اوکراینۍ څانګې او رویټرز اژانس له ویډيوګانو جوړ رپورټ.
د ۲۰۲۶ز کال له پیلېدو سره سم که یو خوا د نړۍ په یوشمېر برخو کې پخوانۍ شخړې دوام لري، نو بل لوري ته یوشمېر نوي کړکېچونه هم زېږېدلي دي. په دې اړه د رویټرز اژانس د ویډیوګانو پر اساس جوړ راپور وګورئ.
د هند په پلازمېنه نوي دلي کې ګرد او غبار د هوا کیفیت زښت خراب کړی دی او ورسره د یخنۍ څپه راغلې. ښار ته له نورو ایالتونو ورغلي مزدوران وايي، د ناروغیو له وجې خپلو پلرنیو سیمو ته ستنېږي. تفصیل د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
د ايران په يو شمېر ښارونو کې د جنورۍ د پينځمې پر شپه هم حکومت مخالفه مظاهرو دوام درلود. د بشري حقونو د تنظيمونو په وینا تر دا دمه د پوليسو لخوا د ډزو په نتيجه کې د وژل شويو مظاهرچيانو شمېر لږ تر لږه ۳۰ ته رسېدلی دی.
د اوکراين چارواکي وايي چې د مرکز کيف په يو هسپتال د جنورۍ په ۵مه د روسيې په ميزايلي بريد کې يو ناروغ وژل شوی دی
په وروستیو ورځو کې ګڼو سیلانیانو د هند تر واک لاندې کشمیر ته مخه کړې چې هلته له واورین موسمه خوند واخلي. په همدې حال کې د سخت یخ څپې له وجې د هند په شمالي او مرکزي برخو کې د اورګاډو، بسونو او نورو ګاډو تګ راتګ له ځنډ سره مخامخ شوی دی. تفصیل د رویټرز اژانس له ویډيو په جوړ رپورټ کې.
په تیر کال کې په پاکستان او نړۍ کې د رامنځته شويو مهمو پېښو حال د مشال راډيو په دې رپورټ کې وګورئ چې احمد ميلاد نسيمي، ګل اياز او داود خټک په ګډه جوړ کړی دی.
په ډاکه کې د بنګله دېش پخوانۍ وزیراعظمې خالده ضیا د جنازې مراسم ترسره شول. د هېواد د لومړۍ ښځینه وزیراعظمې په توګه پېژندل کېدونکې خالده ضیا ته د درناوي لپاره زرګونه کسان ورټول شوي وو.
د غزې پر ښار د دوو کلونو تر جګړې وروسته په لوی او تاريخي جومات کې خلکو لمونځ کړی دی. د جګړې پرمهال دا جومات په جزوي توګه ویجاړ شوی هم وو.
بې روزګاري او پر رن وې د زرګونو کسانو د امتحان ورکول
نور وښیئ