چین: پاکستان دې د کراچۍ برید کې د ککړو کسانو ضد سخته کارروايي وکړي

پولیسو د اپرېل پر ۲۶مه په پوهنتون کې د برید شاوخوا سیمه کلابنده کړه.

چین د سیند د مرکز کراچۍ په پوهنتون کې پر چینايي وګړو د ځانمرګي برید غندنه کړې او له اسلام اباده یې غوښتي چې په پېښه کې د ککړو کسانو پرضد دې "سخته کارروايي" وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وېنبېن د اپرېل پر ۲۷مه په بیجنګ کې د خبري غونډې پر مهال وویل چې چینايي حکومت پر ښوونکو برید "زښت اندېښمن" کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر ۲۶مه په کراچۍ پوهنتون کې په برید کې د درې چینايانو په ګډون څلور کسان ووژل شول.

بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي د حملې ذمه واري منلې.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وېنبېن د چینايي دولتي ټېلېوېژن د خبریال پوښتنې په ځواب کې وویل، تر حملې "سمدستي" وروسته د بهرنیو چارو وزارت او په پاکستان کې د چینايي سفارت او قونصلګریو "د بیړني غبرګون مېکانېزم" فعال شو او په هغه هېواد کې یې سفارتي چارواکي "د پېښې ځای معاینې ته واستول."

د ده په خبره، بیجنګ "له بېلابېلو لارو" له پاکستانه وغوښتل چې د "سمدستي د پېښې سمې پلټنې وکړي، پکې ککړ کسان ونیسي او له قانون سره سمه ورته سخته سزا ورکړي."

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په کراچۍ کې بلوچ ځانمرګې بریدګره څوک وه؟

امریکا غږ ډیوه راډیو په یوه خبر کې لیکلي چې وزارت په بیجنګ کې د پاکستان سفیر هم وربللی وو او ورسره یې په هغه هېواد کې د چینایو وګړو د امنیت په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې.

وېنبېن زیاته کړه چې حکومت یې له اسلام اباده غوښتي چې په پاکستان کې دې د چینايي وګړو او ادارو د خوندیتوب لپاره اقدامات وکړي او د "دې ډول پېښو د تکرار مخه دې ونیسي."

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بلوڅ وسله والو ډلو د زیاتېدونکو بريدونه لاملونه څه دي؟

د کراچۍ پوهنتون د اپرېل پر ۲۶مه رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي ول چې په ځانمرګي برید کې د چینايي ژبې د زده کړې او فرهنګي کنفیوشس مرکز مشر هووانګ ګویپېنګ او دوه ښوونکي دېنګ موپېنګ او چېن سای ووژل شول. بیان وايي، وژل شوی پاکستانی وګړی خالد نومېده چې د چینایانو ډرېور وو.

د کراچۍ پولیس وايي، په پېښه کې بل چینايي وګړی وانګ یوپېنګ او پاکستانی ساتونکی حامد ژوبل شوي دي.

د پاکستان حکومت هم په کراچۍ کې د برید غندنه کړې.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وېنبېن په خبري غونډه کې وویل چې وزیراعظم شهباز شریف د اپرېل پر ۲۶مه ماخوستن مهال په اسلام اباد کې د چین سفارت ته ورغلی وو او هلته یې د چینايي وګړو د مړینې د غمرازۍ ترڅنګ ډاډ ورکړ چې حکومت یې د پېښې "پوره پلټنې" کوي.

ده د شهباز شریف له خولې زیاته کړه چې د پاکستان چارواکي به په برید کې "د ککړو کسانو تر نیولو او ورته د سختې سزا تر ورکولو په ارام نه کښېني."

د بلوڅ لېبرېشن ارمي په ګډون نورې بلوڅ بېلتونپالې وسله والې ډلې د چین – پاکستان اقتصادي لار (سيپیک) د هغو پروژو مخالفه ده چې زیاتره برخه یې په بلوچستان کې عملي کېږي. هغو ډلو په تېرو وختونو کې هم په پاکستان کې د سیپیک پروژو پر چینايي کارکوونکو او چینايي وګړو بریدونه کړي دي.