د پاکستان پوځ په کینیا کې د خبریال ارشد شریف د وژنې د پلټنو غوښتنه کړی ده.
د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) مشر جنرل بابر افتخار د اکتوبر پر ۲۵مه د پاکستان له يو شخصي ټېلېوېژن ۲۴ نیوز سره په خبرو کې وویل چې حکومت ته یې په دې اړه د بشپړو پلټنو لپاره خواست کړی دی. "په دې اړه هم بايد پلټنې وشي چې ارشد شريف ولې له پاکستانه ولاړ؟ چا بهر تګ ته مجبوره کړ او هغه په کومو حالاتو کې [کینیا ته] ولاړ؟"
بابر افتخار وويل چې د هغو کسانو پر ضد به قانوني کارروايي کېږي چې "بې له څه ډول ثبوت وړاندې کولو پر ادارې [پوځ] تورونه پورې کوي." نوموړي زياته کړه، دا دې هم ولیدل شي چې له "دې پېښې څخه څوک ګټه" پورته کوي؟
تر دې وړاندی د اکتوبر پر ۲۵مه د پاکستان پخواني وزيراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په پېښور کې د وکیلانو یوې غونډې ته په وینا کې ادعا کړې وه چې ارشد شریف په "هدفي برید" کې وژل شوی دی. "ما [ارشد شريف ته] وويل چې ته هېواد [پاکستان] پرېږده. هغه اول ځل ونه منل. بيا مې ورته وويل چې ماته ستا د وژنې په اړه معلومات ترلاسه شوي دي."
خو عمران خان دا سپیناوې و نه کړ چې چا او کله يې معلومات ورکړي ول؟
دا هم وګورئ:
د پاکستان وزیراعظم د خبريال ارشد شريف د وژنې د پلټنو لپاره عدالتي کمېشن اعلان کړد پاکستان خبریالانو سازمان د ارشد شریف د وژنې پلټنو غوښتنه کړې ده.په عين حال کې د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د ارشد شریف د وژنې د پلټنو لپاره د عدالتي کمېشن جوړولو اعلان کړی دی.
نوموړي د اکتوبر پر ۲۵مه نېټه پر ټوېټر ليکلي چې د کمېشن جوړولو مقصد د هغې "غمژنې پېښې شفافې پلټنې" کول دي.
د پاکستان خبريالانو وفاقي اتحادیې (پی اېف يو جې) او د ارشد شريف کورنۍ د اکتوبر پر ۲۴مه د پلټنو غوښتنه کړې وه.
د کينيا په پلازمېنه نېروبي کې پوليسو ويلي چې ارشد شريف د اکتوبر پر ۲۳مه تر هغې وروسته د پوليسو په ډزو ووژل شول چې د هغه ډرايور پر امنيتي پوسته موټر و نه دراوه. د پولیسو په وينا، دوی په سيمه کې د غلا د يوې پېښې په تړاو د مشکوکو غلو په لټون ول چې ارشد شريف د شناخت د غلطۍ له وجې ورڅخه ووژل شو.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د کينيا له ولسمشر سره د اکتوبر پر ۲۴مه پر ټېلېفون خبرې کړې وې او ورڅخه يې د پېښې د پلټنو غوښتنه کړې وه.
د شهباز شريف تر اعلان وړاندې د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیرې مریم اورنګزېب هم د اکتوبر پر ۲۵مه پر ټويټر ليکلي ول چې وزیراعظم د های کورټ د جج په مشرۍ کې د پلټنو فیصله کړې ده.
بلخوا د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله د اکتوبر پر ۲۶مه پر ټويټر پاڼه ليکلي چې د پلټنو وفاقي ادارې او استخباراتي ادارو درې کسيزه ډله يې جوړه کړې چې د پلټنو لپاره سمدستي کينيا ته ځي.
نوموړي زياته کړه چې هغه ډله به د ارشد شريف د وژنې پلټنې کوي او حتمي راپور به د کورنيو چارو وزارت ته وړاندې کوي.
سینئر صحافی ارشد شریف کے کینیا میں قتل سے متعلق حقائق جاننے کیلئے FIA اور انٹیلی ایجنسیز کے اعلیٰ افسران پر مشتمل تین رکنی تحقیقاتی ٹیم تشکیل دے دی ہے۔ تحقیقاتی ٹیم فوری طور پر کینیا روانہ ہوگی اور ارشد شریف قتل کیس کی تحقیقات کرے گی اور حتمی رپورٹ وزارتِ داخلہ کو پیش کریگی۔
— Rana SanaUllah Khan (@RanaSanaullahPK) October 26, 2022
بلخوا د ارشد شريف ښځې جوېریې صدیق پر ټوېټر لیکلي دي چې د مېړه مړی یې د اکتوبر پر ۲۶مه سهار وختي له نېروبې څخه د دوحې له لارې اسلام اباد ته لېږدول شوی دی.
میرا ارشد آگیا #قوم_کا_ہیرو_ارشد_شریف pic.twitter.com/PZKeYfayAs
— Javeria Siddique (@javerias) October 26, 2022
ارشد شريف په وروستيو کې په پاکستان کې پر پوځ نيوکې کولې چې له همدې امله یې پر ضد مقدمې درج شوې وې. تر دې وروسته نوموړي پاکستان پرېښود او دوبۍ ته ولاړ. ويل کېږي چې هغه څو ورځې وړاندې په لندن کې هم ليدل شوی وو.
د هغه کورنۍ د شفافو پلټنو غوښتلو لپاره په عدالت کې مقدمه هم درج کړې ده. اسلام اباد های کورټ د اکتوبر پر ۲۵مه امر وکړ چې د پاکستان حکومت دې د پلټنو پر وخت د خبريالانو اتحادیې باخبره وساتي.