افغان حکومت، د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او ناټو په اختر کې د طالبانو د اوربند هرکلی کړی دی.
طالبانو د جولای پر ۲۸مه په بیان کې د جمعې له ورځې (د جولای ۳۱مې ) څخه د اختر په درو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ خو ورسره یې زیاته کړې چې که برید ورباندې وشي نو "کلک غبرګون" به وښيي.
تر دې وروسته، افغان حکومت هم اوربند اعلان کړ.
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر ټوېټر په بیان کې ولیکل چې اشرف غني ټولو امنیتي ځواکونو ته په دفاعي حالت کې د پاتې کېدو امر کړی.
د افغانستان د روغې جوړې ملي شورا مشر عبدالله عبدالله په بیان کې تر ډزبندۍ وروسته د بین الافغاني خبرو پیلېدو هیله ښوولې.
دا له ۲۰۱۸ز کال راهیسې درېیم ځل دی چې افغان حکومت او طالبان په اخترونو کې اوربند کوي.
تر دې مخکې طالبانو او افغان حکومت سږکال په کوچني اختر کې هم اوربند کړی وو.
افغان حکومت او طالبانو په اختر کې د اوربند پرېکړه پر داسې مهال کړې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سیمې په سفر دی.
نوموړي د جولای پر ۲۹مه، پر ټوېټر په بیان کې د طالبانو د اوربند اعلان او په غبرګون کې د افغان حکومت د متقابل اعلان هرکلی کړی دی.
پر ټوېټر د صدیق صدیقي بیان
د افغانستان جمهوررئیس همدارنګه د هیواد ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دستور ورکوي چې درې ورځنی اوربند رعایت او تر هغو چې د طالبانو له لوري اوربند نقض نشي، د طالبانو ډلې پر وړاندې هیڅ ډول عملیات ونه کړي.
— Sediq Sediqqi (@SediqSediqqi) July 28, 2020
په کابل کې د امریکا سفارت ناظم الامور راس وېلسن د جولای ۲۸مې شپې مهال پر ټوېټر په بیان کې د اوربند د هرکلي ترڅنګ هیله ښوولې چې دواړه لوري به ژمنې عملي کړي او د مذاکراتو لوري ته به په چټکۍ ګامونه پورته کړي.
د راس وېلسن بیان
I welcome the announcements of an Eid ceasefire. Afghans deserve to celebrate the holiday in peace. I look forward to both sides fulfilling their commitments and moving quickly to intra-Afghan negotiations. #AfghanPeaceProcess
— Chargé d’Affaires Ross Wilson (@USAmbKabul) July 28, 2020
په افغانستان کې د ناټو اېتلاف ملکي استازي دفتر هم پر ټوېټر په بیان کې د اوربند اعلان د سولې په بهیر کې مهم ګام بللی.
دا هم وګورئ: طالبان وايي که بندیان ازاد شي، تر اختر وروسته د سولې خبرې پیلويد فبرورۍ پر ۲۹مه امریکا له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړه چې د افغانستان جګړه پای ته ورسوي.
له هغه وخت راهیسې طالبانو پر امریکايي او ناټو ځواکونو له بریدونو ډډه کړې خو وسله وال شاوخوا هره ورځ پر افغان ځواکونو حملې کوي.
د بین الافغاني خبرو د پیل مخې ته یو لوی خنډ د بندیانو خوشې کول دي خو افغان حکومت او طالبان دواړه وايي چې د زندانیانو ازادولو بهیر ته ژمن دي.