د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت او طالبانو اختر کې درې ورځنی اوربند اعلان کړ


تر دې مخکې طالبانو په ۲۰۱۸ز کې هم د اختر پر مهال اوربند اعلان کړی وو (ارشیف).
تر دې مخکې طالبانو په ۲۰۱۸ز کې هم د اختر پر مهال اوربند اعلان کړی وو (ارشیف).

کابل - افغان ولسمشر اشرف غني د کوچني اختر په درو ورځو کې د طالبانو د اوربند اعلان هرکلی کړی دی.

ولسمشر غني د مې ۲۳مې پر ماخوستن په دې اړه په لنډ پیغام کې لیکلي: "زه د وسله‌ والو ځواکونو د اعلا سرقوماندان په ‌حیث امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هدایت ورکوم چې د درو ورځو د اوربند په وخت کې دې متارکه وکړي او یوازې د حملې په صورت کې دې متقابل عمل کوي."

دا په داسې حال کې ده چې د مې پر ۲۳مه وسله والو طالبانو د اختر په درو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.

طالبانو په بیان کې ویلي، "د دې لپاره چې هېوادوال د اختر مراسم په اطمینان سره ترسره کړي، د مشرتابه له‌ خوا لارښوونه" شوې چې اوربند وکړي او په هېڅ ځای کې دې "تعرضي عملیات" نه کوي.

د نړۍ د ګڼو هېوادونو په ګډون په افغانستان کې کوچنی اختر د مې پر ۲۴مه پیلېږي.

اخوا د افغانستان حکومت هم له خپله لوري درې ورځې اوربند اعلان کړی.

ټاکل شوې چې د افغانستان ولسمشر د کوچني اختر تر لمانځه وروسته ولس ته وینا وکړي.

ولسمشر غني په بیان کې ویلي چې په دې اړه نور جزییات په خپله وینا کې څرګندوي.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په اختر کې د افغان حکومت او طالبانو د اوربند هرکلی کړی او د مې ۲۳مې په بیان کې یې زیاته کړې چې سوله د هر افغان غوښتنه ده.

افغان ولسمشر اشرف غني په روژه کې پر طالبانو د اوربند غږ کړی وو چې هغوی رد کړ.

رویټرز خبري اژانس لیکي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د مې پر ۲۳مه وویل چې د روژې په میاشت کې په هېواد کې په وسله والو بریدونو کې ۱۴۶ ملکي وګړي ووژل او ۴۳۰ ژوبل شول.

تر دې مخکې په ۲۰۱۸ز کال کې هم د کوچني اختر په مناسبت طالبانو او افغان حکومت درې ورځنی اوربند اعلان کړی وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG