خوستوال د غلام خان پر لاره د تګ راتګ اسانتیاوې غواړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خوست اوسېدونکي وايي، د غلام خان پر لاره د مساپرو او په ځانګړي ډول د ناروغانو تګ راتګ خورا مشکل دی. دوی پر پوله له مشال راډيو سره په خبرو کې غوښتنه وکړه چې طالب چارواکي دې دا موضوع د پاکستان له حکومت سره شریکه کړي او تګ راتګ دې اسانه کړي چې ناروغان د درملنې لپاره هغې خوا ته واوښتای شي. طالبان وايي، پر پوله تګ راتګ د پخوا پرتله اسان شوی خو هڅه کوي چې خلک بې له پاسپورټ او ویزې پر غلام خان بندر سفر وکړای شي. ویډیويي رپورټ.