د تښتول شوي عیسوي ټېکه دار کورنۍ د هغه د خوشې کولو غوښتنه کوي

د سجن مېرمن نسرین پیټر د جولای پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل چې له ۲۰۱۲ز کال راهیسې د مېړه په اړه هېڅ معلومات نه لري.

په پېښور کې د اقلیتونو د یو ځايي مشر او ټېکه دار پیټر سجن کورنۍ له حکومته غوښتنه کوي چې د هغه په موندنه کې دې ورسره مرسته وکړي.

د پیټر سجن مېرمن نسرین پیټر د جولای پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل چې مېړه یې د ۲۰۱۲ز کال په جون کې "نامعلومه کسانو" تښتولی وو او تر اوسه یې په اړه هېڅ معلومات نه لري.

هغې زیاته کړه چې پیټر سجن به د خلکو ترمنځ د لانجو هوارولو لپاره جرګې کولې او له چا سره یې هېڅ دښمني نه وه او د نلونو او پایپونو (سېنېټرۍ سامان) دوکان ترڅنګ یې د تشنابونو او نلونو لګولو ټېکې هم اخیستې.

دې وویل، "یوه ورځ ورته چا د پېښور له وزیر باغ سیمې د اوبو د پایپونو لګولو لپاره ټېلېفون وکړ، هلته ولاړ او له هغه ځایه واپس رانغی. طالبانو به پیټر ته دړکې ورکولې."

تر اوسه معلومه نه ده چې سجن چا تښتولی وو.

نسرین پیټر زیاته کړه چې د مېړه تر تښتول کېدو وروسته ورباندې دوه ځلې د فالج حمله راغلې او کورنۍ یې پرېشانه ده. "زما دوه زامن او دوه لوڼه دي او زه او څلور واړه بچې مې د ډېپرېشن (رواني خپګان) ښکار یو. هره ورځ په دې انتظار یم چې پیټر به نن راشي خو بس دا ارمان مې نه پوره کېږي."

سجن په پېښور کې د نلونو او پایپونو د سامان دوکان وو - پخوانی انځور.

د پیټر سجن زوی جهانګیر پیټر وايي، د پلار په اړه ورته تښتوونکو اخري ټېلېفون په ۲۰۱۴ز کال کې کړې وو خو تر هغې وروسته یې هېڅ درک نه لري.

جهانګیر زیاته کړه چې په تاڼه کې یې د پلار د تښتوونکو خلاف د تاوان لپاره په قانون کې د تښتونې له مادې سره سم رپورټ دایر کړی وو خو پولیسو د دې پر ځای یوازې د جبري ورکونې مقدمه جوړه کړې.

ده دا هم وویل چې تښتونوکو ترې ۲۰ لکه روپۍ غوښتې وې خو د پیسو ترلاسه کولو لپاره نه ول ورغلي.

نوموړي زیاته کړه، "ما تښتوونکو ته ویل چې تاسو له ما سره و نه لیدل ګنې ما خو پیسې راوړې وې. هغوی ویل بل وخت درته بل ځای یادوو، هلته به پیسې پرېږدې خو ما ورته ویل چې دا کار نه شم کولای. اغواکارانو ما ته د پلار رېکارډ شوی غږ واوراوه ، په هغې کې یې راته ویل چې جهانګیره ما له پیسو بغیر نه پرېږدي. موږ حکومتي چارواکو ته څو وارې وویل خو هغوی راته هسې وعدې راکوي."

جهانګیر پیټر زیاته کړه چې د پلار د ملګري خلاف یې په تاڼه کې شکایت لیکلی وو خو هغه تر ګرفتارۍ شاوخوا شپږ ورځې وروسته خوشې شو.

بلخوا په پېښور کې د پولیسو انسپکټر واجد شاه مشال راډيو ته وویل چې د پیټر سجن په اړه یې اسناد د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې یا سي ټي ډي ته استولي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د پیټر سجن تر تښتونې وروسته یې دوه تنه نیولې وو خو هغوی په ضمانت خوشې شوي دي.

شاه وویل، "دا خو ډېر زوړ کېس دی او چالان شوی دی او فایل یې هم د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) ته لېږل شوی دی."

د امریکا د مذهبي ازادیو کمېشن د روان کال په اپرېل کې په یو رپورټ کې ویلي چې په ۲۰۲۰ز کال کې په پاکستان کې مذهبي لږکیو - په ځانګړې توګه هندوانو او عیسویانو - ته د تښتونې، په زور د هغوی د دین بدلولو، جنسي تېريو او په زور د نجونو د ودولو پېښې هم یو "ښکاره خطر" وو.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د واکمن پاکستان تحریک انصاف ګوند او د اقلیتونو استازي وېلسن وزیر وايي، د پیټر سجن د موندنې لپاره له تېرو څو کلونو راهیسي هڅې کوي خو تر اوسه یې څه نتیجه نه ده ورکړې.

نوموړي مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان موجوده حکومت د اقلیتونو خوندیتوب ته ژمن دی. "د پيټر زوی له ما سره کور کمانډر ته تللی وو. په هغه وخت کې ځینې کسان مختلفو ادارو پورته کړي‌ ول خو بیا ادارو وویل چې دا کس وزسره نشته."

په پاکستان کې د بشري حقونو ادارې له تېرې څه مودې راهیسې د اقلیتونو د خوندیتوب غوښتنه کوي.

په خیبر پښتونخوا کې د بشري حقونو د چارو ناحکومتي ادارې بلو وېنز مشر قمر نسیم وايي، د پاکستان په ایین کې د اقلیتونو په ګډون د ټولو وګړو د تحفظ خبره شوې ده خو د ده په وینا، لږکیان په ټولنه کې د سختدریځۍ د فکر دودېدو له وجې خوندي نه دي.

نوموړي زیاته کړه چې له تعلیمي نصابه د کرکې خپروونکي موادو لیرې کېدو او په خلکو کې د یوې ګډې ټولنې په اړه د پوهې له پیدا کېدو سره د اقلیتونو تحفظ باوري کېدای شي.

په پاکستان کې د ۲۰۱۷ز کال له سرشمېرنې سره سم، د هېواد د ابادۍ یو اعشاریه ۵۹ فيصده عیسویان دي.